اسلام آباد۔6مئی(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق د معركه حق يو كال په بشپړ كېدو خپل پېغام كښې وئيلې دي چې دا معركه د پاكستان د قومي او دفاعي تاريخ يو روښانه او ځلنده باب دے كوم به چې تل ياد ساتلے شي۔ ده ووئيل د هند د جارحيت په ځواب كښې پاك پوځ فوري او مؤثره كارروائي كولو سره ثابت كړه چې پاكستان يو خود داره …
معركه حق د پاكستان د قومي او دفاعي تاريخ روښانه باب دے كوم به چې تل ياد ساتلے شي: سردار اياز صادق

مزید خبریں
اسلام آباد۔6مئی(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق د معركه حق يو كال په بشپړ كېدو خپل پېغام كښې وئيلې دي چې دا معركه د پاكستان د قومي او دفاعي تاريخ يو روښانه او ځلنده باب دے كوم به چې تل ياد ساتلے شي۔ ده ووئيل د هند د جارحيت په ځواب كښې پاك پوځ فوري او مؤثره كارروائي كولو سره ثابت كړه چې پاكستان يو خود داره ٬ يو موټے او عزم لرونكے قوم دے كوم به چې د خپلې آزادۍ او خپلواكۍ هېڅكله سودا نه كوي۔ ده ووئيل د 6 او 7 مئی په منځومانه شپه كښې دښمن شهري آبادي او بې ګناه ماشومان په نښه كړل او دا د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي وه۔ بياهم پاك پوځ بشپړ ځواب وركولو سره د دښمن ناپاكه ارادې ناكامه كړې او يو شمېر جنګي الوتكې يۍ نسكورې كړې۔ سپیکر سردار ایاز صادق ووئيل چې د وزيراعظم شهباز شريف مدبرانه قيادت او د فيلډ مارشل سيد عاصم منېر بصيرت لرونكې عسكري حكمت عملۍ په دې كاميابۍ كښې بنيادي كردار ترسره كړو۔ نائب وزیر اعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار په سفارتي محاذ د پاكستان دريځ په غوره ډول روښانه كړو چې په نتيجه كښې يۍ د هند بې بنسټه بيانيه او پروپېګنډا په نړيواله كچه افشا شوه۔ د دفاع وزير خواجه آصف دفاعي حكمت عملي لا مؤثر كولو كښې مهم كردار ترسره كړو۔ سپیکر ووئيل 7 څخه تر 10 مئی روانه پاتې شوې دې معركه كښی پاك پوځ د عصري جنګي حكمت عملۍ او اعلی تربيې څرګندونه كولو سره دښمن ته نه ترسره كېدونكے زيان ورسولو۔ ده ووئيل دا د دې پېړۍ تر ټولو لويه فضائي معركه هم وه په كومه كښې چې 100 څخه زياتو جنګي الوتكو برخه واخسته۔ ده ووئيل پاك هوائي پوځ د دشمن عصري جنګي الوتكې او دفاعي نظام ناكامه كړو۔ د خپل اړخه د كومې هم الوتكې زيان پورته كولو نه پرته پاكستان خپله بريا ثابت كړه كومه به چې په عسكري تاريخ كښې د يو ښكاره مثال په توګه ياد ساتلې شي











