اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي معرکه حق د پاکستان پرېكنده عسکري فتح او د فولادي ملي وحدت ترديد نه لرونكے ثبوت دے، معرکه حق څَخه واضحه شوې چې بيا لپاره به د هر ډول يرغل ځواب د وړاندې نه زيات شدت لرونكے او پرېكنده وي، زمونږ زمكيز، سمندري او فضائي ځواكونه ځوابي صلاحيت د دښمن د تصور نه هم زيات …
معرکه حق د پاکستان پرېكنده عسکري فتح او د فولادي ملي وحدت ترديد نه لرونكے ثبوت دے۔ د دفاع وزير خواجه آصف

مزید خبریں
اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي معرکه حق د پاکستان پرېكنده عسکري فتح او د فولادي ملي وحدت ترديد نه لرونكے ثبوت دے، معرکه حق څَخه واضحه شوې چې بيا لپاره به د هر ډول يرغل ځواب د وړاندې نه زيات شدت لرونكے او پرېكنده وي، زمونږ زمكيز، سمندري او فضائي ځواكونه ځوابي صلاحيت د دښمن د تصور نه هم زيات تند او كوټلے دے۔ خپل ويډيو پيغام كښې د دفاع وزير ووئيل د معركه حق عظيمې فتح هند ته د پاكستان د دفاعي صلاحيت او ملي وحدت واضحه او په سپينو ټكو پېغام دے۔ ده ووئيل معرکه يوازې يو يادګاري پېښه نه بلكې يو واضحه كرخه ده كومه چې تل لپاره راښكلې شوې ده ۔ ده ووئيل د بنيان مرصوص په څېر ټول قام خپلو وسله والو ځواكونو سره ولاړ دے، د پاکستانو ځوانانو شعور او باور زمونږ اصل طاقت دے ځكه چې د هېواد دفاع څنګه كول دي٬ ده ووئېل معرکه حق مونږ لپاره يو داسې داستان دے كوم چې به مونږ خپل نوي كول ته اوروٶ۔











