اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد چيمه وئيلي دي حکومت د پرله پسې اصلاحات او د اداره جاتي صلاحيت مضبوطولو عزم لري ٬ د نړيوال بېنك په مرسته د سېلاب او نورو موسمياتي خطرو اثرات كومولو لپاره كار كوٶ۔ وفاقي وزير دا خبرې د شورو په ورځ په پاکستان كښې د نړيوال بېنك کنټري ډائريکټر بولورما امګابازار سره په ملاقات كښې وكړې۔ په …
حکومت د پرله پسې اصلاحات او د اداره جاتي صلاحيت مضبوطولو عزم لري۔ احد چيمه

مزید خبریں
اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد چيمه وئيلي دي حکومت د پرله پسې اصلاحات او د اداره جاتي صلاحيت مضبوطولو عزم لري ٬ د نړيوال بېنك په مرسته د سېلاب او نورو موسمياتي خطرو اثرات كومولو لپاره كار كوٶ۔ وفاقي وزير دا خبرې د شورو په ورځ په پاکستان كښې د نړيوال بېنك کنټري ډائريکټر بولورما امګابازار سره په ملاقات كښې وكړې۔ په ملاقات كښې د نړيوال بېنك لخوا پاکستان لپاره کنټري پارټنرشپ فريم ورك (سي پي ايف) د اممو چارو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقي وزير ووئيل په کنټري پارټنرشپ فريم ورك عملدرآمد او د دې هدفونو سر كولو لپاره وفاقي حکومت او ټولو صوبائي حکومتونو سره آن بورډ دے۔ د نړيوال بېنك کنټري ډائريکټر معيشت مستحکم كولو لپاره د حكومت د روانو هلو ځلو ستائنه وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل د نړيوال بېنك لخوا پاكستان سره پرله پسې مرسته د ستائنې وړ ده۔ ۔ د نړيوال بېنك کنټري ډائريکټر ووئيل نړيوال بېنك به پاكستان سره پرمختګ د اوږډ مهاله هدفونه سر كولو لپاره مرسته روانه ساتي۔











