اسلام آباد۔6مئی (اے پي پي):نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار منطقه كښې د امن و استحکام لپاره د پاکستان د غیر متزلزل عزم پخلي كولو سره په دې خبره زور راوړے چې پاکستان د تاو تريخوالي کمي او د ګتورو خبرو اترو ودې لپاره پرله پسې منطقه كښې او بهر سفارتي هلې ځلې روانې ساتلې دي ۔ نائب وزیراعظم سینیټر محمد اسحاق ډار د دې خیالاتو څرګندونه …
پاکستان تاو تريخوالي كښې کمي او د ګتورو خبرو اترو ودې له منطقه او د دې نه بهر پرله پسې سفارتي هلې ځلې روانې ساتلي ، د نائب وزیراعظم سینیټر محمد اسحاق ډار نړيوال پیغام اسلام کانفرنس ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد۔6مئی (اے پي پي):نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار منطقه كښې د امن و استحکام لپاره د پاکستان د غیر متزلزل عزم پخلي كولو سره په دې خبره زور راوړے چې پاکستان د تاو تريخوالي کمي او د ګتورو خبرو اترو ودې لپاره پرله پسې منطقه كښې او بهر سفارتي هلې ځلې روانې ساتلې دي ۔ نائب وزیراعظم سینیټر محمد اسحاق ډار د دې خیالاتو څرګندونه د شورو په ورځ دلته د پاکستان علماء کونسل تر سېوري لاندې شپږم نړيوال پیغام اسلام کانفرنس ته خطاب کښې وكړه ده کانفرنس كښې د نامتو نړيوالو او د قامي علماء و سکالرز د ګډون هر كلي كولو سره ووئېل د کانفرنس تابيا په وخت اقدام دے كوم چې ستائل پكار دے ۔ نائب وزیراعظم د جموں و کشمیر او فلسطین په اړه د پاکستان د اصولی موقف پخلے وكړو او د مسلم اتحاد په اهمیت، د اسلامي مرستې تنظیم (او آئي سي) په مرکزي کردار او د امت د ښیګرې لپاره په اجتماعي اقدامات يې زور راوړو ۔ نائب وزیراعظم په نړيوالې كچه د اسلامو فوبیا خلاف د پاکستان د کردار او د بین المذاهب هم ۍږۍ ودې لپاره د كېدونكو هڅو ذذكر وګرو ۔ سینیټر محمد اسحاق ډار د پاکستان ثابت قدمۍ او قامی عزم ته پېرزوئنې وړاندې كرې او د ’’معرکه حق‘‘ د سالګرې په اړه يې هم خبرې وكړې ۔ ده ووئېل د وزیراعظم محمد شهاز شریف په مشرۍ كښې امن، ترقي د خوشحاله پاکستان د قامي وژن مرکزي ستنې دي ۔











