اسلام آباد۔6 مئی(اے پی پی) د پاكستان په تاريخ كښې په لومړي ځل د عدليه يو لوړ پوړې پلاوې په 3 ورځنۍ سركاري دوره د تركيه ښار استنبول ته روان شو۔ د سپریم کورټ د تعلقات عامه څانګې لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې پلاوې زياتره د ضلعي عدليې په ججانو مشتمل دے۔ دا دوره به د مئي تر 8 مې نېټې دوام لري او دا د تركيه د آئيني …
د پاكستاني عدليې لوړ پوړې پلاوې په 3 ورځنۍ سركاري دوره تركيه ته روان شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔6 مئی(اے پی پی) د پاكستان په تاريخ كښې په لومړي ځل د عدليه يو لوړ پوړې پلاوې په 3 ورځنۍ سركاري دوره د تركيه ښار استنبول ته روان شو۔ د سپریم کورټ د تعلقات عامه څانګې لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې پلاوې زياتره د ضلعي عدليې په ججانو مشتمل دے۔ دا دوره به د مئي تر 8 مې نېټې دوام لري او دا د تركيه د آئيني عدالت په بلنه ترتېب كړې شوې ده۔ د دورې په مهال به پلاويد تركيه د آئيني عدالت نظام ٬ د آئي ټي ډھانچې ٬ د انفرادي خواستونو طريقه كار ٬ نړيواله عدالتي مرسته او په عدالتي عمل كښې د عصري ټېكنالوجۍ كارولو په اړه بريفنګز وركولې شي۔ دا دوره به نه يوازې دا چې د عدالتي افسرانو د صلحيتونو لا زياتولو سبب وګرځي بلكې اداره جاتي تړون مضبوطولو او انصاف دوست نظام په ځاې كولو كښې به مرستياله هم ثابت شي كوم چې د نړيوال معيار غوښتنو سره هم آهنګ دے











