د اطلاعاتو او خپرونو اېكسټرنل پبلسټي ونګ تر اهتمام لاندې’’ له پولو لرې ريښتيا ‘‘ په سرخط وېبنار ٬ د جعلې خبرونو خطرې په ډاګه كړې شوې

اسلام آباد۔6مئی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو اېكسټرنل پبلسټي ونګ تر اهتمام لاندې’’ له پولو لرې ريښتيا: په شخړيزو حالاتو كښې د جعلي خبرونو مقابله‘‘ په سرخط وېبنار وشو په كوم كښې چې مقررينو د ناسمه معلوماتو بېلې خطرې په ګوته كولو سره د حقائقو تحفظ لپاره په نړيواله كچه د كوټلې اقداماتو په حاجت زور راوړو۔ د وېبېنار پیل د كلام پاك تلاوت سره وشو۔ په وېبېنار كښې …

اسلام آباد۔6مئی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو اېكسټرنل پبلسټي ونګ تر اهتمام لاندې’’ له پولو لرې ريښتيا: په شخړيزو حالاتو كښې د جعلي خبرونو مقابله‘‘ په سرخط وېبنار وشو په كوم كښې چې مقررينو د ناسمه معلوماتو بېلې خطرې په ګوته كولو سره د حقائقو تحفظ لپاره په نړيواله كچه د كوټلې اقداماتو په حاجت زور راوړو۔ د وېبېنار پیل د كلام پاك تلاوت سره وشو۔ په وېبېنار كښې پوهنتونونو ٬ ميډيا ٬ سفارتي مشنز او سول سوسائټۍ سره تعلق لرونكو وګړو ګډون وكړو او په بحراني حالاتو كښې يۍ د بې بنسټه معلوماتو جاج واغست۔ د اېکسټرنل پبلسټی ونګ اي ډي رئیسه عادل د ګډون كوونكو هركلي كولو سره ووئيل د دې مباحثې مقصد په شخړيزو حالاتو كښې د ناسمو معلوماتو په زياتېدونكي چېلنج قابو موندل دي۔ دې ووئيل په چېلنجونو قابو موندلو او سمو معلوماتو ته وده وركولو له د ادارو او هېوادونو ترمېنځه همكاري ضروري ده۔ دې ووئيل وېبېنار پوهانو ته په معلوماتي رحجاناتو د خيالاتو څرګندونې او په ابلاغ كښی اعتبار مضبوطولو له د عملي وړاندېزونو وركولو موقع وركړه په كوم كښې چې پاكستان او بهر هېوادونو څخه هم نوموړو شخصياتو ګډون وكړو۔ ګډون كوونكو په دې خبره اتفاق وكړو چې ناسمه معلومات د امن هڅو او اولسي فهم لپاره خطره جوړېدې شي۔ دوئي په دې مسئله قابو موندلو له د حكومتونو ٬ ميډيا ادارو او پوهنتونونو ترمينځه په مضبوطه همكارۍ زور راوړو۔ د وېبېنار اختتام په شخړيزو حالاتو كښې د دروغو معلوماتو مخنيوي لپاره پالېسي اقداماتو ٬ ډيجيټل خواندګۍ او نړيوالې مرستې سره په اړونده مباحثه وشو۔(