اسلام آباد۔6مئی(اے پی پی) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د Committee for Monitoring and Implementation of Conservation and Additional Austerity Measures غونډه وشوه۔ د نائب وزیراعظم آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم د حكومت لخوا وړاندې څخه د اعلان كړې شوې كفايت شعارۍ بېلو اقداماتو جاج واغست۔ ده ووئيل د ایندھن نړيوالې بيعې اوس هم زياتې دي له دې …
د نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه ٬ د كفايت شعارۍ اقداماتو جاج واغستے شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔6مئی(اے پی پی) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د Committee for Monitoring and Implementation of Conservation and Additional Austerity Measures غونډه وشوه۔ د نائب وزیراعظم آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم د حكومت لخوا وړاندې څخه د اعلان كړې شوې كفايت شعارۍ بېلو اقداماتو جاج واغست۔ ده ووئيل د ایندھن نړيوالې بيعې اوس هم زياتې دي له دې كبله د حكومت په شمول د هر وګړي دا قومي فرض دے چې د كفايت شعارۍ په اقداماتو په صحيح معنو كښې عمل وكړي۔ ده ووئيل زيات اهم او د فوري نوعيت هغه كارونه كوم چې ځپلې كېږي هغې لپاره په اقداماتو بيا غور كېدې شي دغسې چې د حكومت ضروري كارونه زيانمن نه شي۔ په غونډه كښې د پېټروليم ٬ آئي ټي او موسمياتي بدلون وفاقي وزيرانو ٬ د خزنې وزير مملكت ٬ د كابينې ٬ اسټېبلشمنټ ٬ كامرس ٬ پټروليم ٬ كلتور او ورثه په شمول د نورو ادارو سېكترانو او اړوندو چارواكو ګډون وكړو











