وزيراعظم شهباز شريف د صدر ټرمپ لخوا په آبنائے هرمز كښې د “پروجيکټ فريډم” تم كولو اعلان هركلے وكړو

اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ لخوا په آبنائے هرمز كښې د "پروجيکټ فريډم" په عارضي توګه د ايسارولو اعلان هركلي سره دا هيله څرګنده كړه چې دا پېشرفت به د يوې داسې تل پاتې لوظنامې لپاره لاره هواره كړي كومه چې به په منطقه كښې او د دې نه بهر د اوږدې مودې امن او استحکام باوري كړي ۔ …

اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ لخوا په آبنائے هرمز كښې د “پروجيکټ فريډم” په عارضي توګه د ايسارولو اعلان هركلي سره دا هيله څرګنده كړه چې دا پېشرفت به د يوې داسې تل پاتې لوظنامې لپاره لاره هواره كړي كومه چې به په منطقه كښې او د دې نه بهر د اوږدې مودې امن او استحکام باوري كړي ۔ د شورو په ورځ خپل اېكس پېغام كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل زه د صدر ډونلډ ټرمپ مننه كوم چې ھغوي جرات منده قيادت په آبنائے هرمز كښئ “پروجيکټ فريډم” په عارضي توګه د تم كولو په اړه په وخت اعلان وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د صدر ډونلډ ټرمپ لخوا پاکستان او نورو وروڼو هېوادونو په خاص توګه سعودي عرب او د سعودي ولي عهد و وزيراعظم محمد بن سلمان په درخواست په زړه پورې غبرګون به په دې نازك وخت كښې په منطقه كښې امن، استحکام او د مفاهمت په وده كښې مرستياله ثابت شي۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان په ھغه عزم ولاړ دے چې پاكستان به د تحمل، مذاکراتو او د سفارت کارۍ د لارې د شخړو سوله ايز حل ته وده وركوٶنكو د ټولو هلو ځلو بشپړه ملاتړ روان ساتي، ده ووئېل مونږ هيله لرو چې دا پېشرفت به د يوې داسې تل پاتې لوظنامې لاره هواره كړي كومه چې به په منطقه كښې او د دې نه بهر تر ډېرې مودې امن او استحکام باوري كړي۔