“معرکهٔ حق” د مؤثره سفارتکاری او د مضبوط معيشت نوے اړخ

ضیاء الامین ژباړنه: واحد الله ايوب اسلام آباد۔ 06مئی(اے پي پي)’’معرکه حق‘‘ نه يوازې په قامي كچه د يووالې او اولسي باور مضبوط كړو بلكې په نړيواله كچه يۍ هم د پاكستان وقار او سفارتي دريځ لا مستحكم كړو۔ د دې مهم پړاؤ په مهال د سياسي او عسكري مشرتابه ترمينځه بشپړه همغږۍ ٬ مؤثره تګلاره او په قامي ګټو اډانه پرېكړو دا په ډاګه كړه چې پاكستان په هر …

ضیاء الامین
ژباړنه: واحد الله ايوب
اسلام آباد۔ 06مئی(اے پي پي)’’معرکه حق‘‘ نه يوازې په قامي كچه د يووالې او اولسي باور مضبوط كړو بلكې په نړيواله كچه يۍ هم د پاكستان وقار او سفارتي دريځ لا مستحكم كړو۔ د دې مهم پړاؤ په مهال د سياسي او عسكري مشرتابه ترمينځه بشپړه همغږۍ ٬ مؤثره تګلاره او په قامي ګټو اډانه پرېكړو دا په ډاګه كړه چې پاكستان په هر ډول ننګونو د قابو موندلو صلاحيت لري۔ په ګرد هېواد كښې په اولسي كچه يووالې ٬ وطن سره مينې او په رياستي ادارو باور كښې زياتوالے وليدلے شو او د دې مثبتې اغېزې په معيشت ٬ سرمايه كارۍ او كاروباري فعاليتونو مرتب شوې۔ د پوهانو وېنا له مخې سياسي استحكام او مضبوطه قامي بيانيه تل د معيشت په بهترۍ كښې بنيادي كردار ترسره كوي او معركه حق څخه وروستو هم دا صورتحال رامخې ته شو۔ د معاشي پوهانو وېنا ده چې د قامي استحكام له امله د سرمايه كارانو باور زيات شو چې په نتيجه كښې يۍ پاكستان اسټاك اېكسچېنج او كاروباري فعاليتونو كښې تندۍ سره سره د بهرنۍ سرمايه كارۍ امكانات روښانه شول۔ ملګرو هېوادونو او نړيوالو مالياتي ادارو هم د پاكستان په معاشي اړه د باور څرګندونه وكړه۔ د پوهانو له مخې په تېرو مياشتو كښې ترلاسه شوو مهمو كاميابو كښې د ګرانۍ شرح كښې كمے ٬ برآمدات كښې زياتوالے ٬ د معيشت ډیجیټائزېشن، په ځوانانو كښې انووېشن، اسټارټ اپس او ټېكنالوجۍ كښې خوښي ، د تعليمي او سائنسي څانګې بهتري او په نړيواله كچه د پاكستان زيات شوے مثبت تاثر شامل دے۔ معركه حق يوازې يوه نعره نه بلكې يوه قومي بيانيه ده كومه چې د دې خبرې علامت دے چې د پاكستان بنياد په ريښتيا ٬ عدل او حق اېښودلے شوے دے۔ د دې عنوان د لارې قام ته دا خبره يادولې شي چې په كال 1947ء كښې د آزادۍ ترلاسه كېدل يوه عظيمه معركه وه۔ هسې هم دا ننې معاشي ٬ سماجي او د ډيجيټل پرمختګ سفر له يو جهاد څخه كم نه دے۔ ډیجیټل پرمختګ هغه مهمه څانګه ده په كومه كښې چې ښه كاركردګي ښكاره ليدلې شي٬ پاکستان په ډیجیټل ګورننس، ای-کامرس، او فنټېک سېکټرز كښې په زړه پورې پېشرفت كړے دے۔’’ورچوئل اثاثه جات اېکټ 2025‘‘ او پاکستان ورچوئل اثاثه رېګولېټری اتھارټی د يو عصري ډيجيټل مالياتي نظام بنياد جوړيږي۔ د مبصرينو له مخې په نړيواله كچه د پاكستان په وقار كښې اضافه يوه بله مهمه كاميابي ده۔ په سفارتي كچه پاكستان په نړيوالو فورمونو خپل دريځ په ښه ډول وړاندې كړے دے۔ د تجربو ګډول ٬ اصلاحاتي لوظنامې او د دوه اړخيزه اړيكو پراختيا د پاكستان نړيوال اهميت په ډاګه كوي۔ د پاكستان وسله والو ځواكونو او قوم دښمن ته خله ماتې ځواب وركړو او دې زمونږ سر په نړۍ كښې په وياړ پورته كړو۔ د څېړنكارو له مخې معركه حق نړۍ ته دا پیغام وركړو چې پاكستانې قام يو موټې دے او د خپلو قومي ګټو دفاع كولې شي۔ هم دا يووالې ٬ باور او استحكام په سباؤن كښی د هېواد د پرمختګ ٬ سوكالۍ او مضبوط معيشت بنياد جوړېدے شي