د معرکه حق نه وروستو پاكستان د وړاندې نه زيات قوي هېواد په توګه رامخې ته شوے ۔ بيرسټر دانيال چوهدري

پېنډۍ 06 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي پارلماني سيکرټري بيرسټر دانيال چوهدري وئيلي دي آپريشن "بنيان مرصوص د " ملي وحدت، استقامت او د دفاعي قوت د سمبول په توګه رامخې ته شوے د كوم په كاميابۍ كښې چې د پاك پوځ وظيفائي پوهه٬ د فيلډ مارشل سيد عاصم منير قيادت او د وزيراعظم شهباز شريف لائحه كليدي حېثيت لري۔ ده دا خبرې د معرکه حق …

پېنډۍ 06 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي پارلماني سيکرټري بيرسټر دانيال چوهدري وئيلي دي آپريشن “بنيان مرصوص د ” ملي وحدت، استقامت او د دفاعي قوت د سمبول په توګه رامخې ته شوے د كوم په كاميابۍ كښې چې د پاك پوځ وظيفائي پوهه٬ د فيلډ مارشل سيد عاصم منير قيادت او د وزيراعظم شهباز شريف لائحه كليدي حېثيت لري۔ ده دا خبرې د معرکه حق د تاريخي کاميابۍ د يو كال د ترسره كېدو د جشن”بنيان مرصوص و پاك فوج زنده باد کنفرنس” ته د خاص مېلمه په توګه خپلې وېنا كښې وكړه ۔ په کنفرنس كښې د جمعيت علمائے اهل سنت پاکستان مشر او د ضلعي امن كمېټۍ چيئرمېن مولانا حافظ محمد اقبال رضوي، د پاسبان وطن پاکستان صدر شهزار دلاور خان او د ژوند بېلو طبقو سره تعلق لرونكو په لويه شمېره ګډون وكړو ۔ بيرسټر دانيال چوهدري ووئيل په معرکه حق كښې پاکستان نه يوازې په عسكري بلكې د بيانيې او په سفارتي محاذ هم هند ته موثره ځواب وركولو سره خپله بريا ثابت كړې۔ ده ووئيل د مئي په 7مه نيټه كال 2025 د هند لخوا د ترهګرو ژالې په نخښه كولو د ادعاګانو برعكس بې ګناه وګړي په نښې كړې شوي وو چې په نتيجه كښې 31 وګړي شهيدان او 57 ژوبل شوي وو چې پكښې مېرمنې او ماشومان هم وو٬ دغه اقدام د ترهګرۍ په ضد كارروائي نه بلكې د پاکستان په خپلواكۍ ښكاره بريد ٶ۔ ده ووئيل پاکستان د دې يرغل په ځواب كښې د “آپريشن بنيان مرصوص” له مخې د دښمن پوځي هدفونه په نښه كړل او نړۍ ته ئې واضحه كړه چې پاكستان يو ذمه وار خو ولې مضبوط دفاعي قوت دے۔ د ووئيل په دې موقع ټول قام د مذهبي او سياسي اختلافات نه پرته پاك پوځ سره اوږه په اوږه د دښمن ناوړه عزائم ناكامه كړل۔ بيرسټر دانيال چوهدري ووئيل د پاك پوځ د وظيفائي پوهې دښمن ته داسې ماتې وركړه كومه چې به تر مودو مودو ياده ساتلې شي ۔ ده زياته كړه چې د معرکه حق نه وروستو پاکستان د وړاندې نه زيات مضبوط هېواد په توګه رامخې ته شو او په منطقه كښې د استحكام علامت شو٬ ده ووئېل پاکستان د هر چېلنج د مقابلې لپاره چمتو دے او ټول قام خپلو ځواكونو سره لكه د بنياد مرصوص ولاړ دے