موسمياتي بحران كښې ذمه وار او ځپلي هېوادونه يو برابر نه دي: د ډاكټر مصدق ملك بريتھ كنفرنس ته خطاب

اسلام آباد۔6مئی(اے پی پی) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي چې موسمياتي بدلون د دې اوسني دور تر ټولو لوے چېلنج دے٬ پاكستان د موسمياتي بدلونونو دلاسه زيات زيان پورته كړے دے٬ پاكستان موسمياتي بدلونو څخه زياتې ځپلې شوو هېوادونو كښې شمېرلے شي٬ سېلابونو ځاني زيان سره سره اولس معاشي مسئلو سره هم مخ كړو٬ فضائي آلودګي د وګړو او په خاص …

اسلام آباد۔6مئی(اے پی پی) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي چې موسمياتي بدلون د دې اوسني دور تر ټولو لوے چېلنج دے٬ پاكستان د موسمياتي بدلونونو دلاسه زيات زيان پورته كړے دے٬ پاكستان موسمياتي بدلونو څخه زياتې ځپلې شوو هېوادونو كښې شمېرلے شي٬ سېلابونو ځاني زيان سره سره اولس معاشي مسئلو سره هم مخ كړو٬ فضائي آلودګي د وګړو او په خاص توګه د كوچنيانو روغتيا لپاره زياته خطرناكه ده٬ اونې نالول كافي نه دي ددې حفاظت هم ضروري دے٬ ماحولياتي زيان راګرځول نړيواله ذمه واري ده٬ په موسمياتي بحران كښې ذمه وار او ځپلي هېوادونه يو برابر نه دي۔ د شورو په ورځ دلته بريتھ كنفرنس ته خطاب كښې مصدق ملك ووئيل د بریتھ پاکستان کنفرنس مقصد دا حقيقت په ډاګه كول دي چې د ماحولياتي تباهۍ دلاسه خلكو ته ساه اخستل هم ګران شوي دي۔ ده ووئيل د پرله پسې سېلابونو په نتيجه كښې د زرګونو په شمېر كسان مړه او نور ژوبل او په كروړونو بې كوره شوي دي۔ ده د یونیورسټی آف شکاګو د تحقيق حواله وركولو سره ووئيل چې د ناپاكه او آلوده هوا دلاسه د بشري ژوند 6 نه تر 7 كاله كميږي۔ ده ووئيل پاكستان په نړيواله كچه يو فيصد څخه هم كم كاربن ډائي آكسائيډ خارجوي ٬ ددې په مقابله كښې د نړۍ د لس هېوادونو اخراج 70 څخه تر 75 فیصد دے۔ درې هېوادونه په ګډه نزدې د 60 فيصد اخراج ذمه وار دي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې ماحولياتي مسئلې حل كولو له عزم او عملي ګامونه ضروري دي۔ وفاقی وزیر ووئيل د پاكستان 64 فیصد آبادی 30 كاله څخه په كم عمر لرونكو ځوانانو مشتمله ده او ځوانان غوره آئيډياز لري خو هغوي ته به موقعې وركول وي۔ دې مقصد لپاره حكومت يو پروګرام اعلان كړے دے چې له مخې به يۍ درې مياشتنيزې مقابلې كولې شي او ځوانانو سره به تخليقي او سائنسي منصوبو لپاره مالي مرسته كولې شي۔ اطالوی پوهنتون سره هم يوې منصوبې ته حتمي شكل وركولې شي۔ ده ووئيل كه پاكستاني ځوانانو ته موقعې او وسائل وركړې شي نو هغوي د پاكستان سره سره د ټولې نړۍ د مسئلو او په خاص توګه د اوبو او ماحولياتي چېلنجونو حل وړاندې كولې شي۔ ده ووئيل بریتھ پاکستان په حقيقت كښې د ستړو نوم دے چې مقصد يۍ هر انسان لپاره صفا هوا او غوره چاپېريال باوري كول دي

مزید خبریں