منطقه كښې د استحكام ودې ته پام ګرځول نړيوال تجارت ٬ د سرمايه كارۍ بهير او اقتصادي تړون لپاره ضروري دے: د تجارت وفاقي وزير

اسلام آباد۔6 مئی(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئيلي دي چې د پاكستان منطقه كښې د استحكام ودې ته پام ګرځول نړيوال تجارت ٬ د سرمايه كارۍ بهير او اقتصادي تړون لپاره ضروري دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ نائب امريكائي تجارتي استازي (یو اېس ټی آر) رِک سوئټزر سره يو ورچوئل ملاقات كښې وكړه۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو …

اسلام آباد۔6 مئی(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئيلي دي چې د پاكستان منطقه كښې د استحكام ودې ته پام ګرځول نړيوال تجارت ٬ د سرمايه كارۍ بهير او اقتصادي تړون لپاره ضروري دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ نائب امريكائي تجارتي استازي (یو اېس ټی آر) رِک سوئټزر سره يو ورچوئل ملاقات كښې وكړه۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو ٬ د روانو مذاكراتو مخ په وړاندې بوتللو او د دواړو هېوادونو ترمينځه د اقتصادي همكارۍ نوو لارو په لټولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ رک سوئټزر سيمه ايز استحكام ته وده وركولو كښې د پاكستان د رغنده كردار ستائنه او د وروستي سيمه ايز پېشرفت په مهال خبرو اترو كښې مرسته كولو له د پاكستان د مخلصانه هڅو اعتراف وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل چې د پاكستان منطقه كښې د استحكام ودې ته پام ګرځول نړيوال تجارت ٬ د سرمايه كارۍ بهير او اقتصادي تړون لپاره ضروري دے۔ په ملاقات كښې دواړو اړخونو دوه اړخيزه تجارت ته په وده وركولو خبرې وكړې په خاص توګه د متوازن او دواړو له ګټوره تجارتي لوظنامه ترلاسه كولو ته خاص پام وګرځولے شو۔ وفاقی وزیر په مهمو څانګو كښې امريكا سره تجارت زياتولو كښې د پاكستان خوښي ښكاره كړه۔ امريكائي استازي د دوه اړخيزه تجارت لا مضبوطولو صلاحيت تسليم كړو او روان مذاكرات مخ په وړاندې بوتللو له يۍ پاكستان سره په ګډه كار كولو كښې خوښي ښكاره كړه۔ په غونډه كښې د ډیجیټل تجارت او رېګولېټری مرستې په شمول د مهمو څانګو احاطه هم وكړې شوه

مزید خبریں