د مذهب بدلولو په مقدمه كښې د انجونې عمر بنيادي حېثيت لري: وفاقي آئيني عدالت

اسلام آباد۔6 مئی (اے پی پی) وفاقي آئيني عدالت سپيناوې كړې دې چې د مذهب بدلولو په مقدمه كښې د انجونې عمر بنيادي حېثيت لري له دې كبله د مېډیکل ټېسټ امر كولو سره هغه دار الامان ته منتقل كړې شوه۔ په وفاقي آئيني عدالت كښې اسلام قبولونكې نجلۍ عائشه طارق مور پلار ته سپارلو سره د اړوند كېس اورېدنه د شورو په ورځ په جسټس عامر فاروق او جسټس …

اسلام آباد۔6 مئی (اے پی پی) وفاقي آئيني عدالت سپيناوې كړې دې چې د مذهب بدلولو په مقدمه كښې د انجونې عمر بنيادي حېثيت لري له دې كبله د مېډیکل ټېسټ امر كولو سره هغه دار الامان ته منتقل كړې شوه۔ په وفاقي آئيني عدالت كښې اسلام قبولونكې نجلۍ عائشه طارق مور پلار ته سپارلو سره د اړوند كېس اورېدنه د شورو په ورځ په جسټس عامر فاروق او جسټس کے کے آغا مشتمل بېنچ وكړه۔ د كېس اورېدنې په مهال عدالت امر وكړو چې نجلۍ دې تر راروان سماعت دارالامان لاهور ته منتقل كړې شي٬ په يوه اوونۍ كښې دې د دې عمر معلومولو لپاره مېډيكل ټېسټ هم وكړے شي۔ عدالت ووې د عمر له سم تعين پرته د كېس حتمي پرېكړه ممكنه نه ده۔ وروستو عدالت د كېس نور سماعت تر 20 مئي وځنډولو۔

مزید خبریں