اسلام آباد۔5مئی (اے پي پي ) د بلوچستان وزیراعلیٰ سرفراز بګټي د نهې په ورځ اسلام آباد كښې د سېنت چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني سره ملاقات وكړو چې پكښې د بلوچستان په ترقۍ، پیش رفت او د اولس په خېر یښګړې چارو خبرې شووې ۔ ملاقات کښې دواړو لارښودو بلوچستان كښې د سماجي و معاشي پرمختګ، د انفراسټرکچر په ښه والي ، تعلیم، روغتيا او د قدرتي وسائلو د …
د بلوجستان وزیراعلیٰ د سینیټ چيئرمېن سره ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔5مئی (اے پي پي ) د بلوچستان وزیراعلیٰ سرفراز بګټي د نهې په ورځ اسلام آباد كښې د سېنت چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني سره ملاقات وكړو چې پكښې د بلوچستان په ترقۍ، پیش رفت او د اولس په خېر یښګړې چارو خبرې شووې ۔ ملاقات کښې دواړو لارښودو بلوچستان كښې د سماجي و معاشي پرمختګ، د انفراسټرکچر په ښه والي ، تعلیم، روغتيا او د قدرتي وسائلو د مؤثر استعمال بشمول په مهمو چارو تفصیلي خبرې وشوې ۔ چیئرمین په ېد امر زور راوړو جې وفاق د ټولو صوبو يو برابر ترق لپره عزم لري٬ په خاص توګه بلوچستان ته د پیښو مخصوص چیلنجز حل ته پام لرنه كېږي ۔ د سېنټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني د بالا ایوانِ د کردار ستائنې سره ووئېل دا د وفاقي برخو مضبوط غږ دے او ده بلوچستان كښې د صوبائي خودمختارۍ د ودې ، ښه طرز حکمرانۍ او د جامع ترقۍ لپاره د اقدامات د مکمل مرستې پخلے وكړو ۔ ده ووئېل د بلوچستان تل پاتي ترقي د قامي يو والي او د تل پاتي استحکام لپاره ضروري ده ۔ وزیراعلیٰ په وفاقي كچه د بلوچستان لپاره د د سېنېټ د چیئرمین مسلسل مرسته او غږ وستائبلو ۔ ده په روانو ترقیاتي منصوبو رڼا واچوله او د وفاقي ادارو سره يې د ښې همغږۍ د لارې د ترقۍ عمل تندولو عزم څرګند كړو ۔ سینیټر آغا شا ہ زیب دراني هم په دې موقع موجود ؤ ۔ هغه په خاص ټوګه د بلوچستان اولس ضروریات تر مخه د قانون سازۍ او د پالیسي سازۍ په چارو خپله رائے وركړه ۔







