د “معرکهٔ حق” په وړومبۍ سالګره ستراتېژك پوهانو په قامي وېبينار كښې وسله والو ځواكولو او قامي عزم ته پېرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) سنټر آف پاکستان اينډ انټرنيشنل ريليشنز (COPAIR) په کاميابۍ سره د اعلٰې كچ يو قامي وېبينار د “Voices of Valor: Honoring the Milestone of Marka-e-Haq” په سرخط وكړو ٬ د دې ويبينار مقصد د معرکهٔ حق وړومبۍ سالګره لمانځل او د پاکستان ستراتېژك مزاحمت، ملي وحدت او د سباٶن پلو جامع مكالمه وه۔ په دې موقع عسکري، سفارتي، تعليمي او د ميډيا حلقه …

اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) سنټر آف پاکستان اينډ انټرنيشنل ريليشنز (COPAIR) په کاميابۍ سره د اعلٰې كچ يو قامي وېبينار د “Voices of Valor: Honoring the Milestone of Marka-e-Haq” په سرخط وكړو ٬ د دې ويبينار مقصد د معرکهٔ حق وړومبۍ سالګره لمانځل او د پاکستان ستراتېژك مزاحمت، ملي وحدت او د سباٶن پلو جامع مكالمه وه۔ په دې موقع عسکري، سفارتي، تعليمي او د ميډيا حلقه جات څخه تعلق لرونكو نوموړو پوهانو په دې كښې ګډون وكړو ۔ د پرانستې په كلمات كښې د COPAIR صدر آمنه منور اعوان د مېلمنو، د وسله والو ځواكونو د پخوانو افسرانو٬ سفيرانو ، د تعليم د پوهانو، د ځوانانو او د ميډيا د استازو هركلے وكړو۔ دې د COPAIR په وژن رڼا اچولو سره ووئيل دا اداره قامي او په نړيوالو چارو مقصد لرونكې او فکري مکالمې ته ودېب وركولو لپاره هڅې كوي۔ دې په دې خبره زور رواړو چې معرکهٔ حق د پاکستاني قام او د ادارو اجتماعي طاقت، اتحاد او د استقامت علامت دے۔ د دې نه علاوه دې د ځوانانو شموليت، صلاحيت سازي او د علمي مباحثې په اهميت رڼا اچولو سره د دې عزم پخلے وكړو چې COPAIR به ستراتېژك آګاهۍ او پاليسي تحقيق ته ودې وركولو كښې به خپل كردار روان ساتي۔

مزید خبریں