اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ د کتاب "معرکه حق: The Battle of Truth د بيانيې په ډګر د پاکستان فتح يو جامع دستاويز ګرځولو سره ووئيل په "معرکه حق" كښې الله تعاليٰ پاکستان ته د هند په ضد عظيم فتح وركړه ، د بيانيې، سفارتي او په عسکري ډګرونو د بريا په شا د قام جذبه شامله وه، مونږ …
په “معرکه حق” كښې لوي څښتن پاکستان ته د هند په ضد عظيمه فتح وركړه ، مونږ په حقه او رښتوني وو، رښتياٶ ته ماتې وركول ناممكن وي۔ د وفاقي وزير عطاء الله تارړ The Battle of Truth كتاب مخ كتنې دستورې ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ د کتاب “معرکه حق: The Battle of Truth د بيانيې په ډګر د پاکستان فتح يو جامع دستاويز ګرځولو سره ووئيل په “معرکه حق” كښې الله تعاليٰ پاکستان ته د هند په ضد عظيم فتح وركړه ، د بيانيې، سفارتي او په عسکري ډګرونو د بريا په شا د قام جذبه شامله وه، مونږ په حقه او رښتني وو، رښتياٶ ته ماتې وركول ناممكن وي۔۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په پاک چائنه فرينډ شپ سينټر كښې د اطلاعات او خپرونو وزارت تر سېوري لاندې د پکچر بک The Battle of Truth مخ كتنې دستورې ته خپُلې وېنا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل الله تعاليٰ پاکستان ته د جنګ په مهال د بيانيي، سفارتي او په عسکري ډګرونو فتح وركړې، د معرکه حق د کاميابۍ په شا د قام جذبه موجود وه۔ ده ووئيل قامي او نړيوالې ميډيا د بيانيې په جنګ كښې زمونږ د زلمي كول بشپړه ملګرتيا كړې۔ عطاء الله تارړ ووئيل د هند مكر٬ فريب او منافقت ټولو ته څرګند شوے ؤ ، د ھغوي بيانيه په ګرده نړۍ كښې څوك تسليمولو ته چمتو نه وو۔ وفاقي وزير ووئيل ژوندي قامونه په نړۍ كښې په عزت سره خپل مقام جوړوي۔ ده ووئيل په حق او صداقت د پاتې كېدو په سبب د الله تعاليٰ مدد شامل حال ٶ۔ ده ووئيل د جنګ په مهال د اطلاعات او خپرونو وزارت او آئي اېس پي آر ترمېنځه بشپړه همغږي موجود وه ٬ په دې د ليفټيننټ جنرل احمد شريف مننه كوٶ۔ وفاقي وزير ووئيل وحدت او د يووالي په سبب د بيانيې جنګ ګټل ممكن شو۔ په دې موقع وفاقي وزير د علامه محمد اقبال يو څو شعرونه هم ولوستل
”جس سمت ميں چاهے صفت سيل رواں چل
وادي يه هماري هے، وه صحرا بھي همارا
غيرت هے بڑي چيز جهان تگ و دو ميں
پهناتي هے درويش کو تاج سر دارا “
د دې نه وړاندې د دستورې خاص مېلمه د دفاع وزير خواجه محمد آصف، وفاقي وزير عطاء الله تارړ، بيرسټر دانيال عزيز او د اطلاعات او خپرونو وفاقي سيکريټري اشفاق احمد خليل د پکچر بك “The Battle of Truth” مخه كتنه وكړه۔ په دې موقع د كتاب په اړه دستاويزي فلم هم وښودلې شو۔ دستورې ته وفاقي وزير خواجه محمد آصف، ليفټيننټ جنرل (ر) عامر رياض (هلال امتياز ملټري)، زرين خان مګسي، ډاکټر نفيسه شاه، سينيټر پلوشه خان هم وېنا وكړه۔د يادونې وړ ده چې پکچر بك The Battle of Truth د ډائريکټوريټ آف اليکټرانک ميډيا اينډ پبلي کيشنز او د آئي ايس پي آر مشتركه پيشکش دے۔ د عكسونو په دې كتاب كښې د آزادۍ د ابتدائي دور نه تر جديد دور تر پرېكنده شخړو د پاکستان قامي مزل كښې په ازموئنو او سيمه ايزو چېلنجونو قابو موندل او د قامي استقامت د لارې د مخ په وړاندې تګ يو جامع تصويري داستان وړاندې كړے شوے ۔







