وزيراعظم شهباز شريف د ټيکس مقدمو په حواله د جوړ شوې ټاسك فورس د ايکشن پلان منظوري وركره، ايکشن پلان ټائم لائنز سره د وړاندې كولو امر

اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ټيکس مقدمو په حواله د جوړ كړې شوې ټاسك فورس ايکشن پلان منظوري وركولو سره ايکشن پلان ټائم لائنز سره د وړاندې كولو امر وكړو۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې په ايف بي آر كښې د روانو اصلاحاتو په اړه د جاج غونډه د نهې په ورځ شوې چې پكښې وفاقي وزيرانو اعظم نذير تارړ، …

اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ټيکس مقدمو په حواله د جوړ كړې شوې ټاسك فورس ايکشن پلان منظوري وركولو سره ايکشن پلان ټائم لائنز سره د وړاندې كولو امر وكړو۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې په ايف بي آر كښې د روانو اصلاحاتو په اړه د جاج غونډه د نهې په ورځ شوې چې پكښې وفاقي وزيرانو اعظم نذير تارړ، ډاکټر مصدق مسعود ملک، احد خان چيمه، محمد اورنګزيب، عطا الله تارړ، اټارني جنرل منصور عثمان اعوان، وزير مملکت بلال اظهر کياني او د شاد محمد خان پشمول د ټاسك فورس غرو او سركاري افسرانو ګډون كړې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې د ټيکس مقدمو په حواله د جوړ كړې شوي ټاسک فورس رپورټ وړاندې كړې شو۔ وزيراعظم غونډې ته د وېنا په مهال ووئيل الحمداهلړ په ايف بي آر كښې د ډيجيټائزيشن او د روانو اصلاحاتو بهتر نتيجې رامخې ته كېږي۔ وزيراعظم د ټاسك فورس مشر شاد محمد خان او د نورو غړو ته په محنت د رپورټ مرتب كولو ستائنه كولو سره د ټاسک فورس لخوا د وړاندې كړې شوې ايکشن پلان منظوري وركړه او ايکشن پلان ټائم لائنز سره د وړاندې كولو ئې امر وكړو۔ ده د ټيکس شخړو زر هواري لپاره د آلټرنيټ ډسپيوټ ريزولوشن (اے ډي آر) نظام لا موثره كوول امر كولو سره ووئيل چې دې نظام سره به په عدالتونو د مقدمو بار كم شي او د ټېكس د مقدمو پرېكړې به زر وشي۔ وزير عظم د کميټۍ رپورټ له مخې د مجوزه سنټرلائزډ ليټي ګيشن مينجمنټ سسټم (سي ايل ايم ايس) زر تر زره د فعاله كولو امر كولو سره ووئيل چې د ايف بي آر په قانوني ونګ كښې د ضرورت له مخې د بهترين افرادي قوت خدمات ترلاسه كړي شي او په دې عمل كښې دې مېرټ باوري كړې شي۔ په غونډه كښې د ټاسک فورس په 6 اصلاحاتو اډانه ايکشن پلان وړاندې كړې شو چې پكښې د کيس سکروټني کميټۍ جوړول، سي ايل ايم ايس او د کمشنرز پشمول د ټولو افسرانو كاركردګي د رپورټس مقدمو نتيجو سره تړول او نور اصلاحات شامل دي۔ وزيراعظم ته د غونډې په مهال په بريفنګ كښې ووئيل شول چې د ټيکس شخړو ډيټا منظم كولو لپاره په خاص په خاص توګه د جوړ كړې شوي سي ايل ايم ايس ډيجيټل نظام به جوړولې شي، د نوي نظام څخه به د ټيکس مقدمو او شخړو درست رپورټنګ ممکن شي چې ورسره به د دې مقدمو په وخت پېروي وكړې شي۔ وزيراعظم ته ووئيل شول په سږني كال اے ډي آر فورم څخه تر اوسه د ټېكس شخړو پرېكړو څخه قامي خزانې كښې 24 اربه روپۍ موصول شوې دي۔

مزید خبریں