پيرس 05 مئی(اے پی پی)فرانس كښې د پاكستان سفيرې ممتاز زهره بلوچ وئېلي دي صحافت د كومې هم جمهوري ټولنې لپاره د ملا تير حېثيت لري او د هېواد مثبت تشخص ته ودې وركولو كښې د ميډيا كليدي كردار لري ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان فيډرل يونين آف جرنلسټس(پي ايف يو جے)صدر رانا عظيم په مشرۍ كښې د يو پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړه ۔د نهې …
فرانس كښې د پاكستان سفيرې ممتاز زهره بلوچ سره د پي ايف يو جے پلاوي ملاقات

مزید خبریں
پيرس 05 مئی(اے پی پی)فرانس كښې د پاكستان سفيرې ممتاز زهره بلوچ وئېلي دي صحافت د كومې هم جمهوري ټولنې لپاره د ملا تير حېثيت لري او د هېواد مثبت تشخص ته ودې وركولو كښې د ميډيا كليدي كردار لري ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان فيډرل يونين آف جرنلسټس(پي ايف يو جے)صدر رانا عظيم په مشرۍ كښې د يو پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړه ۔د نهې په ورځ پيرس كښې د پاكستان سفارت لخوا جاري شوي بيان له مخې فرانس كښې د پاكستان سفير ممتاز زهره بلوچ د خبريالانو هركلے وكړو۔سفيرې ممتاز زهرا بلوچ پلاوي ته د پاكستان-فرانس اړيكو او تجارت٬كلتور٬تعليم او ميډيا څانګو كښې د مرستې ودې لپاره د سفارتخانې په مهم كردار بريفنګ وركړو۔دې پلاوي يونيسكو كښې د مواصلات او معلومات په اړه كردار او په دې لړ كښې د يونيسكو كښې د پاكستان اقداماتو نه هم خبر كړو۔رانا عظيم د پاكستان سفيرې ته د انټرنېشنل فيډرېشن آف جرنلسټس (آئي ايف جے سل كلنه كانګريس په اړه بريفنګ وركړو چې پكښې به د 5 نه تر 7 مئي 2026 د 300 څخه زياتو صحافتي يونينز او د انجمنو استازي ګډون كوي۔







