وزيراعظم محمد شهباز شريف په درآمدي ايندھن انحصار کمولو او د بجلي په غلا كښې د ككړو كسانو سره د رعايت نه كولو امر

اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په درآمدي ايندھن انحصار كمولو له په اقدامات كښې د بيړې كولو او د بجلۍ غلا كښې د ككړو كسانو سره د رعايت نه كولو امر سره وئيلي دي په سباٶن كښې د توان ضرورتونه د تجديد وړ توان څخه پورا كولو له دې جامع تګلاره جوړه كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د توان څانګې په اړه …

اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په درآمدي ايندھن انحصار كمولو له په اقدامات كښې د بيړې كولو او د بجلۍ غلا كښې د ككړو كسانو سره د رعايت نه كولو امر سره وئيلي دي په سباٶن كښې د توان ضرورتونه د تجديد وړ توان څخه پورا كولو له دې جامع تګلاره جوړه كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د توان څانګې په اړه د اصلاحاتي اقدامات جاج اغستو غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اعظم نذير تارړ، احد خان چيمه، محمد اورنګزېب، علي پرويز ملك، سردار اويس لغاري، نجكارۍ لپاره د وزيراعطم سلاحكار محمد علي، وزير مملکت بلال اظهر کياني او د اړوندو ادارو لوړ پورو ګډون وكړو ۔ وزيراعظم غونډې ته د وېنا په مهال ووئيل په سباٶن كښې د توان ضرورتونه د تجديد وړ توان څخه پورا كولو له دې جامع تګلاره جوړه كړې شي، پن بجلي ، د نمر توان او د بائيو ګيس پشمول د تجديد وړ توان ذريعو څخه د بجلي پيداوار څخه به په پيداواري لګښت كښې نور كمے راشي او د معيشت په وده مثبت اثرات مرتب شي۔ ده ووئيل په درآمدي ايندھن انحصار كمولو له په اقدامات كښې بآره كولو او د بجلۍ غلا په پېښو كښې د ككړو كسانو سره به كوم رعايت نه كېږي۔ ده امر وكړو چې په دې وروستيو كښې د بجلۍ كومو ډسټري بيوټرز كمپنيو چې د “اکنامک ميرټ آرډر” خلاف ورزي كړې ده د ھغوي په ضد دې محکمانه کارروائي باوري كړې شي، د بجلي د غلا كوونكو سيمو كښې دې په ټرانسفارمر د سمارټ ميټر نصب كولو منصوبې نفاذ په سمدستي توګه ممكن كړے شي٬ ده ووئېل په هېواد كښې د بجلۍ د مسابقتي مارکيټ ودې لپاره دې اقدامات تند كړے شي او نجي څانګې ته دې د ويلنګ نظام له مخې په وړومبي پړاٶ كښې 400 ميګاٶاټ بجلي زر وركړې شي ۔ وزيراعظم ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول د بجلۍ د ترسيل كمپنو كښې د بجلۍ غلا، بل نه جمع كول او نور زيانونه د تېر كال په نسبت د موثره اقدامات نه پس تر ډېره حده كم شوې دي، د بجلۍ د ترسيل نظام زيانونه په جون كال 2025 كښې 18.3 فيصد څخه په كمېدو په مارچ كال 2026 كښې 15.3 فيصد ته راغلې دي٬ د بجلۍ د بلونو په وصولۍ كښې بهتري راغلې كومه چې په كال 2024 كښې 90 فيصده څخه په مارچ كال 2026 كښې 96.46 فيصد ته راغلې ده۔ د بريفنګ له مخې د بجلۍ په درېو تقسيم کوونكو کمپنو كښې د نجي څانګې شموليت په حواله كار روان دے او سږن كال په نومبر كښې د بولۍ پړاٶ به بشپړ شي، دغسې په زيان چلېدونكو 2500 فيډز سمارټ ميټرز لګولې شوي دي۔

مزید خبریں