اسلام آباد۔5مئی (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاتي وزير سردار محمد یوسف سره د پاکستان په دوره راغلي د فلسطين قاضي القضا ډاکټر محمود الهباش او مفتی اعظم الشیخ محمد احمد حسین ملاقات وكړو چې پكښې په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه شوه ۔ د مذهبي چارو تر مخه ملاقات كښې د وزیراعظم كوارډېنېټر حافظ طاہر محمود اشرفی، ایډیشنل سیکرټري ساجد محمود چوهان ، د فلسطین سفیر ډاکټر زہیر …
د مذهبي چارو وفاقي وزير سره د فلسطين قاضي القضا ډاکټر محمود الهباش او د مفتي اعظم الشیخ محمد احمد حسین ملاقات، په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔5مئی (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاتي وزير سردار محمد یوسف سره د پاکستان په دوره راغلي د فلسطين قاضي القضا ډاکټر محمود الهباش او مفتی اعظم الشیخ محمد احمد حسین ملاقات وكړو چې پكښې په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه شوه ۔ د مذهبي چارو تر مخه ملاقات كښې د وزیراعظم كوارډېنېټر حافظ طاہر محمود اشرفی، ایډیشنل سیکرټري ساجد محمود چوهان ، د فلسطین سفیر ډاکټر زہیر محمد هم موجود وو ۔ وفاقي وزیر ووئېل د فلسطین بلاوي د مذهبي چارو وزارت ته راتګ زه برکت ګنم، پاکستان يوازنے هېواد دے چا چې اسرائیل تسلیم نه كړو ، د پاکستان په پاسپورټ درج دي چې دا د اسرائیل سفر لپاره نه دے ۔ ده ووئېل زمونږ وزیراعظم ، فیلډ مارشل او خارجه وزیر هر ممکن هڅې وكړې چې په غزہ د روان بربریت مخ نيوے اوشي، حکومت د یو این او په فورم په قراردادونو د عمل مطالبه كړې ده ، په غزہ د اسرائیلي بربریت څخه زمونږ زړونه دړدېدلې دي او هر پاکستانے دا محسوسوي ، مونږ غواړو چې القدس د فلسطین پايه تخت وي او مونږ د خپلو ورنړو سره په مسجد اقصی كښې مونځ وكړو ۔ په تېر سیرت کانفرنس كښې د فلسطین قاضی القضا هعم كډون كړے ؤ ۔ ده حافظ طاهر محمود اشرفي ته په شپږم نړيوال پیغام اسلام کانفرنس تابيا مبارکبي وركړه ۔ د فلسطين قاضي القضا ووئېل په ستمبر كښې د پاکستان دورې وخت دېره مينه راكړې شوې وه ، اوس بيا راتلل زمونږ د مضبوطو اړيكو عكاسي ده۔ د فلسطین صدر څو اوونۍ پس پاکستان ته راځي چې ورسره به اړېكې لا ښې شي ۔ اسرائیل په يو زر كاله كښې په وړومبي ځل د مسلمانانو او مسیحانو مقدس مقامات بند کړي ۔ مفتی اعظم الشیخ محمد احمد حسین ووئېل امریکا د اسرائیل سرپرستي كوي كومه چې د غندنې وړ ده ۔







