حكومت مالياتي څانګې ته د ودې وركولو عزم لري ، په مالیاتی پالېسۍ كښې توازن او پائيداري به باوري كولې شي، د خزانې وزير د انشورنس اېسوسی اېشن پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد۔5 مئی(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي حكومت مالياتي څانګې ته د ودې وركولو عزم لري۔ په مالياتي پالېسۍ كښې توازن او پائيداري به باوري كولې شي٬ مهمو څانګو سره پرله پسې مكالمه ضروري ده۔ د خزانې وزير دا خبره د نهې په ورځ دلته د انشورنس اېسوسی اېشن آف پاکستان (آئی اے پی) پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ په ملاقات كښې …

اسلام آباد۔5 مئی(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي حكومت مالياتي څانګې ته د ودې وركولو عزم لري۔ په مالياتي پالېسۍ كښې توازن او پائيداري به باوري كولې شي٬ مهمو څانګو سره پرله پسې مكالمه ضروري ده۔ د خزانې وزير دا خبره د نهې په ورځ دلته د انشورنس اېسوسی اېشن آف پاکستان (آئی اے پی) پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ په ملاقات كښې د راروان وفاقي بجټ په تناظر كښې د انشورنس څانګې سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پلاوي مشري د آئي اے پي چیئرمېن شعېب جاوېد حسېن كوله۔ پلاوي د انشورنس صنعت په اړه ټېكس او د رېګولېټري چارو په اړه تجاويز وړاندې كړل۔ په غونډه كښې دواړو اړخونو غوره پالېسي جوړولو له د حكومت او انشورنس انډسټري ترمينځه د رابطې په جاري ساتلو او معيشت كښې د دې څانګې كردار په لا مضبوطولو اتفاق راغلو

مزید خبریں