معاشي استحکام پلو سفر روان دے ٬ سږ كال د جي ډي پي شرح نمو 4 فيصد د پاتې كېدو هيله ده۔ سينيټر محمد اورنګزيب

اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي معاشي استحکام پلو سفر روان دے٬ په معاشي څانګه كښې په ډهانچه جاتي اصلاحات عمل كوٶ٬ سږ كال د جي ډي پي شرح نمو 4 فيصد د پاتې كېدو هيله ده، د هېواد صنعتونه مسابقتي كولو لپاره ټيرف معقوله كوٶ، د برآمدي صنعتونو پرمختګ لپاره په خام مال ټيکسونه او ډيوټيز كښې كمې شوے …

اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي معاشي استحکام پلو سفر روان دے٬ په معاشي څانګه كښې په ډهانچه جاتي اصلاحات عمل كوٶ٬ سږ كال د جي ډي پي شرح نمو 4 فيصد د پاتې كېدو هيله ده، د هېواد صنعتونه مسابقتي كولو لپاره ټيرف معقوله كوٶ، د برآمدي صنعتونو پرمختګ لپاره په خام مال ټيکسونه او ډيوټيز كښې كمې شوے ۔ د نهې په ورځ د اروپائي ائتلاف-پاکستان د لوړې كچې بزنس فورم ته خپلې وېنا كښې د خزانې وزير ووئيل تل پاتي معاشي استحکام پلو سفر روان دے٬ په معاشي څانګه كښې په ډهانچه جاتي اصلاحات عمل كوٶ، تل پاتي اقتصادي ترقۍ لپاره معاشي اصلاحات ضروري دي ٬ د پاکستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه د اړيكو حواله وركولو سره وفاقي وزير ووئيل اروپائي ائتلاف د پاکستان برآمدات لپاره ګټوره منډۍ ده٬ څو مياشتو راهسې اوپن اكانومي مستحكمه كېږي٬ مالياتي لحاظ سره پاکستان پرائمري سرپلس ترلاسه كړے دے٬ مجموعي قامي پيداوار كښې د نمو حوالې سره پاکستان په ښه پوزيشن كښې دے٬ ده ووئېل زمونږ د جي ډي پي د نمو شرح د 3.7 فيصد څخه 4.7 فيصد ترمېنځه راتللې شي٬ سږ كال زمونږ جي ډي پي 4 فيصد ته نزدې كېدې شي٬ كومه چې د تېر كال د 3.1 فيصد په مقابل كښې ډېره ښه ده۔ ده ووئيل د حسابات جاريه د کھاتو صورتحال هم ښه دے، د مالي كال په وړومبو 9 مياشتو كښې د حسابات جاريه د کھاتو توازن 174 ملين ډالر فاضل دے كوم چې تېر كال په دومره موده كښې 1.755 ارب ډالر فاضل ٶ، په مارچ كښې د حسابات جاريه کھاتے 1.070 اربه ډالر فاضل ريکارډ كړې شوې كومې چې په فروري كښې 231 ملين ډالر فاضل او تېر كال په مارچ كښې 1.276 ارب ډالر فاضل وې۔ ده ووئيل د هېواد په برآمدات كښې د انفارميشن ټيکنالوجۍ برخه پرله پسې زياتېږي٬ د مالي كال په 9 مياشتو كښې د آئي ټي برآمداتوڅخه هېواد ته د 3.39 اربه ډالرز رمبادله ترلاسه شوه٬ ده ووئېل د اړان پاکستان پروګرام له مخې تر مالي كال 2029 د آئي ټي برآمدات هدف 10 ارب ډالره مقرر كړے شوے۔ ده ووئيل روشن ډيجيټل اکاٶنټس څخه ترسيلات زر او سرمايه کارۍ كښې پرله پسې زياتوالے روان دے، دا مهال 90 فيصده ته نزدې ترسيلات په ډيجيټل طريقه كېږې۔ ده ووئيل په پاکستان كښې په غېر ملكي سرمايه كارۍ ترلاسه كېدونكې ګټه منتقل كېږي هم كومه چې د تل پاتې او مستحکم كېدونكي معيشت عکاسي كوي۔ وفاقي وزير ووئيل د سږ كال په پائ كښې د ستېټ بېنك د زرمبادله پانګو هدف تر 18 اربه ډالره مقرر كړے شوے ٶ كوم چې د دريو مياشتو درآمدات لپاره پورا دے۔ د خزانې وزير ووئيل د وزيراعظم په مشرۍ كښې حكومت په دې خبره باور لري چې نجي څانګې له دهېواد مشري كول دي، په دې لړ كښې د نجكارۍ عمل روان دے ٬ د پي آئي اے او فرسټ وېمن بېنك نجكاري شوې٬ دا خوشبېنه خبره ده چې د نجكارۍ په عمل كښې زمونږ ځائي سرمايه كارو ژوره خوښي څرګنده كړې چې ورسره معاشي پرمختګ٬ د اصلاحات عمل او په بهتر پاليسو د سرمايه کارو د باوري عكاسي كېږي۔ د خزانې وزير ووئيل د قرض انتظام و انصرام كښې بهترۍ لپاره هم كار روان دے،د ډيبټ منيجمنټ آفس ري سټرکچرنګ شوے دے٬ د قرضو ادائيګۍ سره به په خرڅونو كښې پرله پسې كمے راشي، د پنشن په نظام كښې هم اصلاحات معارفي كړې شوي ، سول سروس كښې د کنټريبيوټري پنشن نظام معارفي كړے شوے او په راتلونكي كال كښې به په وسله والو ځواكونو كښې دا نظام معارفي كولې شي