اسلام آباد۔28 اپرېل(اے پی پی) پاکستان او نیوزی لېنډ دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو له په ګډه د كار په كولو اتفاق كړے دے۔ د نهې په ورځ وزيراعظم شهباز شريف سره د نيوزي لېنډ خپل همڅنګ كرسټوفر ليوكسان ټېلېفوني تماس ونيولو۔ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په تېلېفوني خبرو كښې دواړو لارښودو په منځني ختيز كښې په بدلېدونكې وضعه د خيالاتو …
وزيراعظم شهباز شريف سره د نيوزي لېنډ خپل همڅنګ ټېلېفوني خبرې٬ دوه اړخيزه اړيكې مستحكمولو له په ګډه د كار په كولو اتفاق

مزید خبریں
اسلام آباد۔28 اپرېل(اے پی پی) پاکستان او نیوزی لېنډ دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو له په ګډه د كار په كولو اتفاق كړے دے۔ د نهې په ورځ وزيراعظم شهباز شريف سره د نيوزي لېنډ خپل همڅنګ كرسټوفر ليوكسان ټېلېفوني تماس ونيولو۔ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په تېلېفوني خبرو كښې دواړو لارښودو په منځني ختيز كښې په بدلېدونكې وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم شهباز شریف کرسټوفر لیوکسان په منطقه كښې امن ته وده وركولو او تاو تريخوالې كمولو له د پاكستان د روانو سفارتي هڅو په اړه خبر كړو۔ د نیوزی لېنډ وزیر اعظم د پاكستان د تعميري هڅو ٬ په خاص توګه د واشنګټن او تهران ترمينځه رابطې وستائلې او د ثالثۍ روانو هڅو كاميابۍ له يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم د نیوزی لېنډ خپل همڅنګ مننه كولو سره په منطقه او نړۍ كښې امن ٬ مكالمې او استحكام ته وده وركولو له د پاكستان د نه كمزورې كېدونكي عزم پخلے وكړو۔ دواړو لارښودو دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطولو له په ګډه د كار په كولو اتفاق وكړو۔ په دې مهال نيوزي لېنډ كښې د پاكستاني كميونټۍ مثبت كردار هم وستائلې شو۔ وزیراعظم کرسټوفر لیوکسان ته د پاكستان سركاري دورې بلنه وركړه۔ دواړو لارښودو په راتلونكو ورځو كښې يو بل سره نزدې رابطه كښی په پاتې كېدو اتفاق هم وكړو










