پاکستان او چین اولس خپلو كښې قوي تعلق لري۔صدرِ مملکت آصف علی زرداري

چانګشا 26 اپرېل (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علی زرداري وئيلي دي د پاکستان او چین اولسونه خپلو كښې قوي تعلق لري او باور لرم چې د دواړو هېوادونو اولس زړونه به هم يو بل نزدې وي ، هونان ولايت كښې په بېلو څانګو كښې د مرستي پراخه امکانات شته۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د چين هونان ولايت پارټی سیکرټری شین شیاؤمنګ سره ملاقات کښې وكړه۔د ایوان صدرِ پرېس …

چانګشا 26 اپرېل (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علی زرداري وئيلي دي د پاکستان او چین اولسونه خپلو كښې قوي تعلق لري او باور لرم چې د دواړو هېوادونو اولس زړونه به هم يو بل نزدې وي ، هونان ولايت كښې په بېلو څانګو كښې د مرستي پراخه امکانات شته۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د چين هونان ولايت پارټی سیکرټری شین شیاؤمنګ سره ملاقات کښې وكړه۔د ایوان صدرِ پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د ملاقات په مهال د زراعت، صحت، تعلیم او تجارت په څانګو كښې عملی مرستي ته د ودي وركولو ته پام لرنه شوي،دغسې د پاکستان او چین قوي اړيكو اهمیت هم رامخې ته شو۔د ملاقات په مهال صدر مملکت شین شیاؤمنګ له د پاکستان او چین ترمينځه د سفارتی اړيكو په 75 كالو ترسره كيدو دستورو كښې د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه۔ده په دې خبره زور راوړو چې پاك-چین اړيكي د پاکستان د خارجه پاليسۍ ستن ده او دې ته پراخه اولسي ملاتړ ترلاسه دے۔صدر مملکت د چين سره د خپلو ذاتي اړيكو ذكر هم وكړو ۔ ده ووئيل زما د كورنۍ پشمول زما سخر شهید ذوالفقار علی بھټو او شهيدي بینظیر بھټو عمر له د چين سره اړيكو ته خاص اهمیت وركړې۔ده ووئيل اوس دغه روایت نوې نسل پشمول زما زوي بلاول بھټو زرداری او وړومبۍ ميرمن آصفه بھټو زرداری د لارې مخ په وړاندې روان دے۔ده د هونان زرعی ټیکنالوجی او آلات كښې مهارت ستائيلو سره ووئيل دا په پاکستان كښې زرعی پیداوار زياتولو هڅي لپاره مهم دې۔ده د تخمونو ټیکنالوجی، زرعی تحقیق او جدید کروندې تګلارو كښې د نزدې مرستي خواهش څرګندونه وكړه،دغسې زرعی مشینری، معدنیات پروسیسنګ او انفارمېشن و کمیونیکیشن ټیکنالوجی په څانګو كښې دوه اړڅيزه تجارت زياتولو صلاحيت رامخې ته كړو،د ملاقات په مهال په سيمه ايز صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔صدرِ مملکت ته ووئيل شول چې د هونان پوهنتون د پاکستانی ادارو سره د مرستي 12 معاهدے کړې دي،دغسې دا مهال 959 پاکستانی زدكونكي بلو څانګو كښې هونان كښې زدكړي ترلاسه كوي،كوم چې اولسي رابطې لا قوي كولو كښې كردار ترسره كوي۔صدرِ مملکت د هونان ګورنر ماؤ ویمنګ د اړخه په خپل درناوي كښې ميلمستيا كښې ګډون وكړو او په دې موقع وينا كښې د ھونان ګورنر ماؤ ویمنګ د پاکستان او چین ښه ملګرے ، ښه ګاونډي ، ښه شراکت دار او ښه ورور وګرځولو۔ده ووئيل هونان ولايت د چین پاکستان اقتصادی راهدارۍ پرمختګ كښې په زړھ پوري كردار ترسره كوي۔ده ووئيل هونان د ماؤ زے تنګ د زيږدني ځائې په وجه خصوصی اهمیت لري او د هغه ميراث هم ښكاره دے۔ده ووئيل د اولسي طاقت تصور د پاکستان اولس كښې هم زيات مقبول دے ،ده د چین سره خپل ذاتي ذاتی تعلق ذکر کولو سره ووئيل ما په وړومبي ځل 1989 كښې د چين دوره كړي وه۔ده ووئيل د پاکستان او چین اولس خپلو كښې قوي خپلولۍ لرياو باور لرم چې د دواړو هېوادونو اولس زړونه به هم يو بل نزدې وي۔ سينيټر سليم مانډوي والا، د سندھ سينئر وزير شرجيل انعام ميمن، علي حسن بروهي، د سندھ وزيراعليٰ خاص مرستيال سيد قاسم نويد قمر ، د سندھ چيف سيکرټري هم د صدر مملکت سره وو۔پاکستان كښې د چين سفير جيانګ زي ډونګ او چين كښې د پاکستان سفير خليل هاشمي هم صدر مملکت سره وو۔