اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ وئيلي دي د پهلګام په پېښه وزيراعظم شهباز شريف هند په نړيواله كچه بے نقابه كړې، پاکستان د هند د بليم ګيم بشپړه ځواب وركړې،د وزيراعظم پي ايم اے کاکول كښې تاريخي خطاب په دې لړ كښې مهمه كاميابي ګرځيدلي٬ په نړيواله كچه د پاکستان موقف ته ډاډګيرنه ترلاسه شوي او هند په سفارتي، …
د پهلګام په پېښه وزيراعظم شهباز شريف هند په نړيواله كچه بے نقابه كړې، پاکستان د هند د بليم ګيم بشپړه ځواب وركړې۔عطاء الله تارړ
اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ وئيلي دي د پهلګام په پېښه وزيراعظم شهباز شريف هند په نړيواله كچه بے نقابه كړې، پاکستان د هند د بليم ګيم بشپړه ځواب وركړې،د وزيراعظم پي ايم اے کاکول كښې تاريخي خطاب په دې لړ كښې مهمه كاميابي ګرځيدلي٬ په نړيواله كچه د پاکستان موقف ته ډاډګيرنه ترلاسه شوي او هند په سفارتي، عسکري و د بيانيې په محاذ د ناکامۍ سره مخ شوے، ده واضحه كړه چې قامي خپلواكي او په اوبو به كومه سمجھوته نه كيږي، فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې پاك پوځ د هر يرغل د موثره ځواب وركولو صلاحيت لري۔د اتوار په ورځ ميډيا سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل يو كال وړاندې وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان ملټري اکيډمي کاکول كښې کيډټس ته خطاب په مهال د پهلګام پېښې په اړه د پاکستان مؤقف په ښكاره ډول وړندې كړې ؤ۔ ده ووئيل په 24 اپرېل 2025ء نېشنل سيکيورټي کميټي په غونډه كښې پاکستان د هند تورونو مؤثره ځواب وركړې دې نه پس په 26 اپرېل 2025ء وزيراعظم پي ايم اے کاکول كښې خپل خطاب په مهال په دې خبره زور راوړې چې پهلګام په پېښو په وجه په پاکستان بے بنسټه تورونو سلسله بايد بنده كړې شي۔ وزيراعظم دا پېښه يوه لويه پېښه ګرځولي۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان د پهلګام پېښې ځپليو سره سره د همدردۍ څرګندونه كړي او په نړيواله كچه د افسوس و تشويش څرګندونه هم شوي دغسې د دې برعکس د هند د اړخه د ترهه ګرۍ پېښو نه غندنه كړي او او ئې د افسوس څرګندونه كړي۔ دا يو ښكاره قرق دے چې پاکستان د ترهه ګرۍ مقابله كوي دغسې هند ترهه ګرۍ ته وده وركوي۔د ټولي نړۍ په وړاندې ترهه ګرۍ ته ودي وركولو او د ترهه ګرۍ مقاله كولو ترمينځه فرق ښكاره شوې۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ګڼ شمير قربانۍ وركړي او دا سلسله نن هم روانه ده۔بل پلو هند د ترهه ګرۍ ملاتړ كوي۔ فتنه الهندوستان بي اېل اے او فتنه الخوارج ټي ټي پي په شان عناصرو ګټھ جهوړ د هند څخه ترلاسه كيږي او دا د هند سپانسرډ ټيررازم ښكاره ثبوت دے۔ ده ووئيل پاکستان د اوږدې مودې راهسې د ترهه ګرۍ ښكار دے،د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې مونږ لوئ قربانۍ وركړي۔ده ووئيل پاکستان په حقيقت كښې د ترهه ګرۍ په ضد يو قوي ديوال دے او د دې ناسور ختمولو لپاره رياست په زړه پوري هلي ځلي كوي او لوئ كاميابۍ ئې ترلاسه شوي۔ عطا الله تارړ ووئيل كله چې د پهلګام پېښه كښې د پاکستان په ضد بے بنسټه تورونه ولګولې شول نو وزيراعظم شهباز شريف فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره يو كال وړاندې په نن ورځ کاکول ته تللي وو او د هند د ټولو تورونو ځواب وركولو سره ئې د پهلګام پېښه يو ټريجډي ګرځولي۔ وزيراعظم د هغې يو داسې حل وركړو كوم سره چې په سفارتي كچه پاکستان ته وده ترلاسه شوي۔ وزيراعظم د پهلګام پېښې سپيځلي او بے پري پلټنو وړانديز كړې كوم څخه چې هند په شا شوې او په نړيواله كچه د پاکستان د موقف حمايت شوې دغسې هند په سفارتي محاذ ماتي سره مخ شوې۔ ده ووئيل كه د هند لاس پا وې نو د پلټنو په وړانديز ته به په سمدستي توګه تيار شوې ؤ خو هغوي داسې ونه كړه۔ ځكه هغوي په دې اړه كوم مثبت ځواب ور نه كړو ۔ ده ووئيل وزيراعظم واضحه موقف اختيار کړې چې كه د پاكستان برخي اوبه منع كړې شوي يا څه بل ډول رکاوټ پيدا کړې شو نو پاکستان به ئې بشپړه ځواب وركوي۔ وفاقي وزير ووئيل پي ايم اے کاکول تاريخي خطاب قامي تاريخ كښې لويه كاميابي ده د كوم چې يو كال پوره شوې۔ده ووئيل په دې مهال د لوئ څښتن په فضل پاکستان لپاره نوي لاري او د هېواد عزت و وقار كښې اضافه شوې۔












