اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په خېبر ضلع كښې د فتنه الخوارج په ضد په کاميابه کارروائي كښې د 22 خوارجو په وژلو د امنيتي اهلكارو پيشه وره صلاحيتونه وستائيل۔د جمعې په ورځ د وزيرِ اعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم د ترهه ګرو په ډزو كښې د يو لس كلنه ماشوم په شهادت هم د غم دړد …
وزيراعظم شهباز شريف په خېبر ضلع كښې د فتنه الخوارج په ضد په کاميابه کارروائي د امنيتي اهلكارو افسرانو او اهلکارو ته پيرزوئنې وړاندې كړي

مزید خبریں
اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په خېبر ضلع كښې د فتنه الخوارج په ضد په کاميابه کارروائي كښې د 22 خوارجو په وژلو د امنيتي اهلكارو پيشه وره صلاحيتونه وستائيل۔د جمعې په ورځ د وزيرِ اعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم د ترهه ګرو په ډزو كښې د يو لس كلنه ماشوم په شهادت هم د غم دړد څرګندونه وكړه۔ده د شهيد ماشوم كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړه او د هغوي د زغم لپاره دعا اوكړه۔ وزيراعظم د ترهه ګرو د دې ناوړه فعل غندنه كولو سره د ترهه ګرۍ لعنت تر بشپړه ختمولو د جنګ روان ساتلو د عزم پخلے وكړو۔ده ووئيل بزدله ترهه ګرو ډزو كولو سره ماشوم شهيد كړې كوم چې د انسانيت په ضد لوئ جرم دے۔ د ترهه ګرۍ په ضد د جنګ غير متزلزل عزم كښې زما پشمول ټول قوم د امنيتي اهلكارو سره ولاړ دې۔










