اسلام آباد 23 اپرېل (اے پی پی) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره په پاكستان كښې د كاناډا هائي كمشنر طارق علي خان د زيارت په ورځ ملاقات كړے۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې د كاناډا هائي كمشنر سيمه ايز امن مخ په وړاندې بوتللو مقصد له په رابطه كښې آسانۍ وركولو لپاره د پاكستان د هڅو ستائنه او دې عمل لپاره …
نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د كاناډا هائي كمشنر طارق علي خان ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 23 اپرېل (اے پی پی) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره په پاكستان كښې د كاناډا هائي كمشنر طارق علي خان د زيارت په ورځ ملاقات كړے۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې د كاناډا هائي كمشنر سيمه ايز امن مخ په وړاندې بوتللو مقصد له په رابطه كښې آسانۍ وركولو لپاره د پاكستان د هڅو ستائنه او دې عمل لپاره د كاناډا د ملاتړ څرګندونه وكړه۔په دې موقع نائب وزيراعظم منطقې او دې نه بهر د تل پاتي امن ودې لپاره د پاكستان پرله پسې هڅې رامخې ته كړې۔ده د پرله پسې اعلٰی كچ رابطو ستائېلو سره بيلو څانګو كښې د پاكستان او كاناډا شريكې اړيكې لا قوي كولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔










