اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د پهلګام فالس فلیګ آپریشن نه پس مودي د هند په مسلمانانو د ظلم و بربریت انتها كړي، په مودی راج كښې فرقه وارانه فسادات كېږي او هند د اقلیتونو په خاص توګه مسلمانانو لپاره غیر محفوظ هېواد ثابت شوے ۔تفصیلات له مخې د پهلګام فالس فلیګ په وجه هند كښې د مسلمانانو په ضد د بشري حقونو خلاف ورزۍ پرله پسې رواني …
د پهلګام فالس فلیګ آپریشن نه پس مودي د هند په مسلمانانو د ظلم و بربریت انتها كړې

مزید خبریں
اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د پهلګام فالس فلیګ آپریشن نه پس مودي د هند په مسلمانانو د ظلم و بربریت انتها كړي، په مودی راج كښې فرقه وارانه فسادات كېږي او هند د اقلیتونو په خاص توګه مسلمانانو لپاره غیر محفوظ هېواد ثابت شوے ۔تفصیلات له مخې د پهلګام فالس فلیګ په وجه هند كښې د مسلمانانو په ضد د بشري حقونو خلاف ورزۍ پرله پسې رواني دي۔د مودی د اثر لاندې ګوډاګۍ میډیا مسلمانان د هېواد دښمنان ګرځوي او ډنډورو كوي ۔د پهلګام فالس فلیګ نه پس هندوتوا د كمپائن ترمخه د اقلیتونو دعبادت ځايونه او په خاص توګه د مسلمانانو جوماتونه او دكانونه په بے دردۍ سره ويجاړ کړے شوي۔د پھلګام په وجه د مودی فاشسټ نظریې ترمخه پلوامه او د کلګام په شان د مقبوضه کشمیر زياتره سيمو كښې د بے ګناه مسلمانانو كورونه ويجاړ شوي۔هند كښې د مسلمانانو په ضد د تشدد بريدونه، د بې بنسټه مقدمې او ګرفتارۍ پرله پسې زياتې شوي ۔د نړيوالو پوهانو له مخې ناوړه سیاسی عزائم بشپړولو لپاره د پهلګام په شان فالس فلیګ آپریشنز د بی جے پی عادت دے،بی جے پی اقتدار كښې د راتللو نه پس هند كښې د مسلمانو مخالف رجحان تر تشویشناك حد زيات شوے، د لسيزو راهسې د امتیازي سلوك ښكار د هند مسلمانانو ژوند د بی جے پی په حکومت كښې نور ناوړه شوے دے










