هند يو ځل بيا د بے بنسټه تورونو او ډنډورو د لارې د پهلګام پېښه د پاكستان سره د تړلو هڅه كړي ۔ د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي په داسې وخت كښې كله چې مونږ د نړيوالو شراكت دارو سره په ګډه سيمه ايز او نړيوال امن و سلامتیا لپاره كوټلې سفارتی هڅي كوو،دا خبره د افسوس وړ ده چې هند يو ځل بيا په بے بنسټه تورونو او د ډنډورو كمپائن د لارې د پهلګام پېښه د پاکستان سره د تړلو هڅه كړي۔د خارجه دفتر وياند د …

اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي په داسې وخت كښې كله چې مونږ د نړيوالو شراكت دارو سره په ګډه سيمه ايز او نړيوال امن و سلامتیا لپاره كوټلې سفارتی هڅي كوو،دا خبره د افسوس وړ ده چې هند يو ځل بيا په بے بنسټه تورونو او د ډنډورو كمپائن د لارې د پهلګام پېښه د پاکستان سره د تړلو هڅه كړي۔د خارجه دفتر وياند د زيارت په ورځ جاري شوې بيان كښې ووئيل دا بد قسمتي ده چې د روان سيمه ايز تاؤ ترېښوالي په مهال هم هند خپل تنګ نظر د داخلي سياسي ګټې لپاره د پاکستان په ضد د دروغو بیانیه د وسلي په توګه كاروي۔ده ووئيل تير كال د ”آپریشن بنیان مرصوص“ په صورت كښې د كوټلي ځواب نه پس د دې نوعيت تورونه په اصل كښې سيمه كښې د ترهه ګرۍ پرله پسې سرپرستۍ باندې د پرده اچولو لپاره د ههند د پخوانۍ تګلاري يوه بله برخه ده۔ بیان كښې ووئيل شول حقیقت دا دے چې په داسې ډنډورو د نړيوالي ورورولۍ پام د هند غیر قانوني تسلط لاندې جموں و کشمیر كښې د هند پرله پسې غیر قانونی قبضې او کشمیریان د ملګرو ملتونو اړوندو قراردادونو برعکس د خپلواكۍ حق څخه د محرومه ساتلو نه نشي ګرځولے او نه دا ډول ډنډوري دغه حقیقت پټولې شي چې هند د خپلو اشتعال انګیزه بیانونو ، پرله پسې اشتعال انګیزۍ او د جارحانه پوځي طرزِ عمل د لارې سيمه ايز امن او سلامتيا ته زيان رسوي چې پكښې د سندھ طاس لوظنامه يو اړخيزه معطل کول هم شامل دې ٬ كومه چې د نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزی ده۔

مزید خبریں