لاهور 23 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق وئيلي دي پاکستان مسلم ليګ (ن) كښې د اولسي استازو او ځائې قيادت زيات شوے شموليت د دې خبري ښكاره ثبوت دے چې اولس د هېواد پرمختګ او سوكالۍ ، سياسي استحکام او خدمتِ خلق په بيانيه د باور څرګندونه كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده لاهور كښې حلقه پي پي ۔154 څخه د پاكستان تحريك انصاف …
د چوهدري اختر ميو په مسلم ليګ (ن) كښې شموليت حلقه پي پي 154 لاهور كښې روان پرمختيائي عمل له نوے رفتار او اړخ وركړے۔ سردار اياز صادق

مزید خبریں
لاهور 23 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق وئيلي دي پاکستان مسلم ليګ (ن) كښې د اولسي استازو او ځائې قيادت زيات شوے شموليت د دې خبري ښكاره ثبوت دے چې اولس د هېواد پرمختګ او سوكالۍ ، سياسي استحکام او خدمتِ خلق په بيانيه د باور څرګندونه كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده لاهور كښې حلقه پي پي ۔154 څخه د پاكستان تحريك انصاف وائس چيئرمېن چوهدري اختر ميو په پاکستان مسلم ليګ (ن) كښې د شموليت په موقع يوي اولسي غونډي ته وينا كښې وكړه۔ده چوهدري اختر ميو له د زړه د كومي مباركي وركولو سره ګوند كښې هغه ته هركلے اووې۔د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ له مخې سپيکر سردار آياد صادق په خپله وينا كښې ووئيل پاکستان مسلم ليګ (ن) كښې د عوامي نمائندګانو او ځائې قيادت زيات شوے شموليت د دې خبري ښكاره ثبوت دے چې اولس د هېواد پرمختګ او سوكالۍ ، سياسي استحکام او خدمتِ خلق په بيانيه د بشپړ باور څرګندونه كوي۔ده ووئيل د چوهدري اختر ميو په شان د اثر لرونكې ، متحرك او د اولسي رابطو لرونكې قوي سياسي لارښود شموليت سره به نه يواځې ګوند لا قوي شي بلكه حلقه پي پي 154 لاهور كښې روان پرمختيائي عمل به هم تند شي۔










