د مينځنۍ اسيا او پاکستان ترمينځه نوې راهدارۍ سره به تجارت زیات مضبوط، تند رفتاره او متنوع جوړېدو له مرسته تر لاسه شي ،خرم شهزاد

اسلام آباد۔23اپریل (اے پي پي ) د خزانې وزير صلاحكار خرم شهزاد وئېلي دي مينځني اسيا او د پاکستاان تر مينځه نوې راهدارۍ سره به تجارت زيات مضبوط، تند رفتاره او متنوع جوړېدو له مرسته تر لاسه شي ، دې سره نه يوازې د تجارتي لګست کمېدو توقع ده بلکه منطقه كښې د اقتصادي مرستې او رابطه کارۍ نوې دروازې به هم بېرته شي ۔د زيارت په ورځ د سماجي …

اسلام آباد۔23اپریل (اے پي پي ) د خزانې وزير صلاحكار خرم شهزاد وئېلي دي مينځني اسيا او د پاکستاان تر مينځه نوې راهدارۍ سره به تجارت زيات مضبوط، تند رفتاره او متنوع جوړېدو له مرسته تر لاسه شي ، دې سره نه يوازې د تجارتي لګست کمېدو توقع ده بلکه منطقه كښې د اقتصادي مرستې او رابطه کارۍ نوې دروازې به هم بېرته شي ۔د زيارت په ورځ د سماجي رابطې به ویب پاڼه ایکس يو پیغام كښې ده ووئېل پاکستان د سيمه ايز تجارت په میدان كښې يو مهم سنګ میل عبور کړے او د کرغزستان نه وړومبے مال بردار ټرک د ګلګت بلتستان سرحدي مقام سوست ته رارسدلے ،د دې پیشرفت سره يوه نوې تجارتي راهداري جوړه شوې كومه جې د افغانستان په بائي پاس کولو د مينځني اسيا او پاکستان تر مينځه تجارتي رابطه رامخې ته كوي ۔ده ووئېل دا تاریخي پیشرفت په دې اعتبار سره هم منفرد دے جې د خپلواكه ریاستونو دولتِ مشترکه (سي آئي ایس) کوم هېواد په وړومبي ځل د خپل ټرانسپورټ د لارې پاکستان ته نيغ په نيغه رسنه تر لاسه كړې ده ، دا اقدام په روایتي تجارتي لارو د انحصار کمولو او د متبادل راهداریو فعاله كولو پلو يو لوي پیشرفت دے۔د خزانې وزير صلاحكار ووئېل د دې سنگګ میل په ممکن كولو كښې پاکستان كښې د کرغزستان سفارتخانې کلیدي کردار ادا کړو او په آپریشنل كچه نیشنل لاجسټک سیل شراکت دارې ادارې مرسته وكړه ، د سرکاري او شخصي څانكې همكارۍ دې منصوبې ته عملي شکل وركولو كښې پرېكنده کردار ادا کړو ۔ ده ووئېل د دې راهدارۍ په تل پاتي بنیادونو فعاله ساتلو څخه به پاکستان لپاره تر مينځڼۍ اسيا منډيانو رسنه آسانه شي او سيمه ايز تجارت كښې د پاکستان کردار به لا مستحکم شي