اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د انرژۍ ډويژن سولر نيټ ميټرنګ په اړه د نيشنل اليكټرك پاور ريګوليټري اتھارټۍ لائسنس د وفاقي حكومت سره د تړلو تاثر رد كولو سره واضحه كړې ده چې په دې لړ كښې د ريګوليشنز اختيار په بشپړه توګه ريګوليټر سره وي۔ د زيارت په ورځ د سپيناوي په بيان كښې د انرژۍ ډويژن وياند ووئيل د سولر نيټ ميټرنګ په اړه نيپرا …
د سولر نيټ ميټرنګ په اړه د نيپرا لائسنس د وفاقي حكومت سره د تړلو تاثر سم نه دے۔ د انرژۍ ډويژن سپيناوے

مزید خبریں
اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د انرژۍ ډويژن سولر نيټ ميټرنګ په اړه د نيشنل اليكټرك پاور ريګوليټري اتھارټۍ لائسنس د وفاقي حكومت سره د تړلو تاثر رد كولو سره واضحه كړې ده چې په دې لړ كښې د ريګوليشنز اختيار په بشپړه توګه ريګوليټر سره وي۔ د زيارت په ورځ د سپيناوي په بيان كښې د انرژۍ ډويژن وياند ووئيل د سولر نيټ ميټرنګ په اړه نيپرا لائسنس د توان وزارت، پاور ډويژن يا د وفاقي حكومت لخوا د لازمي ګرځولو په اړه وضاحت لازمي دے٬ د نيپرا لائسنس اغستو په حواله ريګوليشنز موجود دي چې تعلق ئې ريګوليټر سره دے او ډسكوز په دې ريګوليشنز د عملدرآمد پابند وي۔ وياند ووئيل د وفاقي حكومت احكامات لائسنس سره منسوب كول سم نه دي۔










