اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) پاکستان ټيلي کميونيکيشن اتھارټي (پي ټي اے) او انټرنيشنل ګرلز اينډ آئي سي ټي ډے د سماعت څخه محرومو مېرمنو او كوچنيانو لپاره رسنه او ډيجيټل شموليت ته د ودې وركولو په حواله کنيکټ هئير (Connect Hair ) سره لوظنامه كړې ده ۔ د زيارت په ورځ د پي ټي اے لخوا د جاري بيان له مخې چيئرمېن مېجر جنرل (ر) حفيظ الرحمان …
پي ټي اے او د کنيکټ هئير شريكه مرسته٬ ډيجيټل شموليت زياتولو پلو مهم پېشرفت

مزید خبریں
اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) پاکستان ټيلي کميونيکيشن اتھارټي (پي ټي اے) او انټرنيشنل ګرلز اينډ آئي سي ټي ډے د سماعت څخه محرومو مېرمنو او كوچنيانو لپاره رسنه او ډيجيټل شموليت ته د ودې وركولو په حواله کنيکټ هئير (Connect Hair ) سره لوظنامه كړې ده ۔ د زيارت په ورځ د پي ټي اے لخوا د جاري بيان له مخې چيئرمېن مېجر جنرل (ر) حفيظ الرحمان په دې خبره زور راوړو چې خاص كسانو لپاره د رسنې وړ ټيلي کام خدمات د يوې جامع او منصفانه معاشرې جوړولو لپاره ډېر مهم دي۔ د کنيکټ هئير باني غړې زهره دھنجي د ډيجيټل خدمات په جوړولو او وركولو كښې شموليت ته د بنيادي حيثيت وركولو په اهميت رڼا واچوله٬ دواړو ادارو په شريكه توګه د اشارو په ژبه د آګاهۍ ويډيوز جاري كړه ، چې كښې آن لائن تحفظ او مېرمنو ته پخپل شناختي كارډز د سم رجسټريشن په اړه لارښونه شوې ده٬ دا همكاري ډيجيټل رسنه كښې د شته خلاء ختمولو او يو برابر ډيجيټل موقعو ته ودې وركولو لپاره د ټيکنالوجۍ مؤثر استعمال له د شريك عزم عكاسي كوي۔










