پاکستان به د ترکيه پشمول ټولو دوست هېوادونو او شراكتدارو سره په ګډه په منطقه كښې تل پاتي امن لپاره هڅې كوي۔ وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سيمه ايز امن لپاره د تركيه صدر رجب طيب اردوان د ملاتړ مننه كولو سره ووئيل پاکستان به د ترکيه پشمول ټول دوستو هېوادونو او شراكتدارو سره په ګډه په منطقه كښې تل پاتي امن لپاره هڅې كوي۔ د شورو په ورځ خپل اېكس پېغام كښې وزيراعظم ووئيل ما ته د تركيه صدر رجب طيب اردوان لخوا د ګرمجوشۍ …

اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سيمه ايز امن لپاره د تركيه صدر رجب طيب اردوان د ملاتړ مننه كولو سره ووئيل پاکستان به د ترکيه پشمول ټول دوستو هېوادونو او شراكتدارو سره په ګډه په منطقه كښې تل پاتي امن لپاره هڅې كوي۔ د شورو په ورځ خپل اېكس پېغام كښې وزيراعظم ووئيل ما ته د تركيه صدر رجب طيب اردوان لخوا د ګرمجوشۍ او دوستۍ كال راغلے ۔ وزيراعظم ووئيل زه سيمه ايز امن لپاره د پاكستان د مخلصانه او ديانتداره هلو ځلو په اړه د صدر اردوان د ډاډګيرنې او ملاتړ د زړه نه مننه كوم ٬ مونږ به ترکيه پشمول ټولو دوست هېوادونو او شراكتدارو سره په ګډه په منطقه كښې تل پاتي امن لپاره هڅې دوام دارې ساتو۔