د ترکيه صدر رجب طيب اردوان په منطقه كښې د تاٶ تريخوالي خاتمې لپاره په تاريخي امن اقدام پاکستان له مباركي وركړه

اسلام آباد۔8اپريل (اے پي پي) د ترکيه صدر رجب طيب اردوان په منطقه كښې د تاٶ تريخوالي خاتمې لپاره په تاريخي امن اقدام پاکستان له مباركي وركولو سره د امن او استحكام بحالۍ لپاره د وزيراعظم شهباز شريف ستړو او په زړه پورې هلو ځلو لپاره د تركيه لخوا د بشپړه ملاتړ پخلے وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د شورو په ورځ د جاري بيان له مخې وزيراعظم …

اسلام آباد۔8اپريل (اے پي پي) د ترکيه صدر رجب طيب اردوان په منطقه كښې د تاٶ تريخوالي خاتمې لپاره په تاريخي امن اقدام پاکستان له مباركي وركولو سره د امن او استحكام بحالۍ لپاره د وزيراعظم شهباز شريف ستړو او په زړه پورې هلو ځلو لپاره د تركيه لخوا د بشپړه ملاتړ پخلے وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د شورو په ورځ د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د جمهوريه ترکيه صدر رجب طيب اردوان د ټېلي فوني تماس په مهال په منطقه كښې د تاٶ تريخوالي خاتمې لپاره د پاکستان امن لپاره په تاريخي اقدام وزيراعظم له د زړه د كومي مباركي وركولو سره په خليج كښې د تباهۍ كونكې شخړې خاتمې لپاره په هڅو كولو د وزيراعظم جرات منده او د زيرك قيادت ستائنه وكړه، د كومې په سبب چې بلها بشري مسئلې رامخې ته او بنيادي ډهانچه په لويه كچه تباه شوې ده۔ ده په منطقه كښې د امن او استحکام بحالۍ لپاره د وزيراعظم شهباز شريف د ستړو او د زړه د كومي په هلو ځلو د تركيه لخوا د بشپړه ملاتړ پخلے وكړو۔ وزيراعظم د پاکستان لخوا د امن د مخلصانه هلو ځلو په ډاډګيرنه او توثيق كولو د تركيه د صدر د زړه نه مننه وكړه٬ دغسې ده منطقه او نړيوال امن او استحكام لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔