وزيراعظم او وفاقي کابينې د جمعې په ورځ جنګ بندي په مستقل امن د بدلېدو او د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره قام ته د خاص دعاګانو غږ وكړو

اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف او وفاقي کابينې قام ته په مېنځني ختيز كښې امن لپاره د پاكستان د جنګ بندۍ هلو ځلو په زړه پورې نتيجو له د جمعې په ورځ د الله پاك په حضور كښې د شكر ادا كولو او جنګ بندي په مستقل امن د بدلېدو سره د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره د خاص دعاګانو اپيل وكړو ۔ د …

اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف او وفاقي کابينې قام ته په مېنځني ختيز كښې امن لپاره د پاكستان د جنګ بندۍ هلو ځلو په زړه پورې نتيجو له د جمعې په ورځ د الله پاك په حضور كښې د شكر ادا كولو او جنګ بندي په مستقل امن د بدلېدو سره د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره د خاص دعاګانو اپيل وكړو ۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه وشوه٬ د وزيراعظم د كابينې غونډې ته د راتګ په مهال هال كښې د لاسونو چرچقې شوې٬ دغسې وزيراعظم د كابينې د ټولو غړو مننه وكړه۔ وزيراعظم وفاقي کابينه په خليج كښې د روان تاٶ تريخوالي خاتمې او جنګ بندۍ لپاره د پاكستان د جاري اقدامات او سټرو په اړه اعتماد كښې واغسته۔ وفاقي کابينې د وزيراعظم شهباز شريف، نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار او د آرمي چيف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير ته د جنګ بندۍ او په منطقه كښې د امن په هلو ځلو كولو پېرزوئنې وړاندې كړې۔ وزيراعظم او وفاقي کابينې قام ته د جمعې په ورځ د پاکستان د هلو ځلو په زړه پورو نتيجو له د الله پاك په دربار كښې د سجدې كولو او جنګ بندي په مستقل امن بدلېدو او د پاکستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره د خاص دعاګانو غږ وكړو۔ د کابينې غړو په سفارتي ډكر د پاکستان د هلو ځلو او په دې د نړۍ لخوا ډاډګيرنه تاريخَي ګرځولو سره د هېواد معاشي پرمختګ لپاره د محنت په اړه د قوي عزم پخلے وكړو۔ دوي ووئيل د پاکستان په زړه پورې هلو ځلو له امله منطقه مستقل امن پلو په تندۍ سره روانه ده، وزيراعظم شهباز شريف او آرمي چيف و چيف آف ډيفنس فورسز ډېر په كړكېچن او د نااميدۍ په ماحول كښې ډلې په جنګ بندۍ اماده كولو سره ګرده نړۍ كښې د قام سر په وياړ هسك كړو ۔