اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي د جمعې ورځ به ګرد هېواد كښې امن او استحكام لپاره د "دعا ورځ" په توګه لمانځلې شي۔ د شورو په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې ده ووئيل د جمعې په ورځ به ټول قام د الله تعاليٰ شکر ادا کولو سره په منطقه كښې د اوږدې مودې امن لپاره خاص دعاګانې غواړي۔ ده ووئيل …
د جمعې ورځ به ګرد هېواد كښې امن او استحكام لپاره د “دعا ورځ” په توګه لمانځلې شي۔ اعظم نذير تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي د جمعې ورځ به ګرد هېواد كښې امن او استحكام لپاره د “دعا ورځ” په توګه لمانځلې شي۔ د شورو په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې ده ووئيل د جمعې په ورځ به ټول قام د الله تعاليٰ شکر ادا کولو سره په منطقه كښې د اوږدې مودې امن لپاره خاص دعاګانې غواړي۔ ده ووئيل دا پاكستان لپاره يوه تاريخي لمحه ده ځكه چې د هېواد د سفارتي هلو ځلو په نتيجه كښې په منطقه كښې په تاٶ تريخوالي كښې كمے راغلے ۔ ده ووئيل صدر آصف علي زرداري، وزيراعظم شهباز شريف، نائب وزير اعظم محمد اسحاق ډار او فيلډ مارشل سيد عاصم منير په زيرك قيادت كښې پاکستان د امن زياتولو او د ممكنه لوي جنګ په لاره نيولو كښې فعاله كردار ولوبولو٬ پاكستان ته د امن عمل په اړه د مهمو هلو ځلو د كوربتوب اعزاز هم ترلاسه دے او هيله لرو چې د ايران او امريکې ترمېنځه دا روانه جنګ بندي او خبرې به كاميابې شي۔ ده ووئيل دواړو هېوادونو د پاكستان د هلو ځلو ستائنه كړې ده او د خبرو د لارې مخ په وړاندې تګ ته سلاح شوي دي او پاكستان به بيا لپاره هم ګټور كردار لوبوي۔ وفاقي وزير په حکومتي او اپوزيشن غړو زور راوړو چې ھغوي په دې معامله كښې د وحدت څرګندونه وكړي ځكه چې قام د وحدت د لارې ترقي كوي










