د ایران صدر مسعود پزشکیان سره ښې معنیٰ لرونكي خبرې شوي۔وزیراعظم شهباز شریف

اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي د ایران صدر مسعود پزشکیان سره ښې او معنیٰ لرونكي خبرې شوي ،صدر پزشکیان راروانو خبرو اترو كښې د ايران د ګډون توثیق وکړو او د پاکستان هڅي ستائېلو سره يې د پاکستانی اولس لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔د شورو په ورځ د سماجی رابطې په ویب سائټ ایکس خپل يو بيان كښې وزیراعظم ووئيل …

اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي د ایران صدر مسعود پزشکیان سره ښې او معنیٰ لرونكي خبرې شوي ،صدر پزشکیان راروانو خبرو اترو كښې د ايران د ګډون توثیق وکړو او د پاکستان هڅي ستائېلو سره يې د پاکستانی اولس لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔د شورو په ورځ د سماجی رابطې په ویب سائټ ایکس خپل يو بيان كښې وزیراعظم ووئيل نن د ايران صدر مسعود پزشکیان سره ښې او معنیٰ لرونكي خبرې وشوې۔وزیراعظم ووئيل هغه د پاکستان د اړخه اسلام آباد كښې د رواني اوونۍ په آخر كښې د امن خبرو اترو كوربتوب وړانديز په قبلولو د ايراني قیادت پوهه او بصیرت وستائلو دغسې سيمه كښې د امن بحالۍ له شريكي هڅي به رواني وي۔وزیراعظم ووئيل صدر مسعود پزشکیان راروانو خبرو اترو كښې د ايران د ګډون توثیق وكړو او د پاکستان هڅي ستائېلو سره يې د پاكستاني اولس لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔وزیراعظم ووئيل پاکستان منطقه كښې امن او د استحکام ودي لپاره د خپلو ټولو ملګرو هېوادونو او شراکت دارو سره نزدې مرستې دوامدار ساتلو له د عزم پخلے كوي۔