اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګيلاني وئيلي دي د کامیابې او متحركې سفارتکارۍ له امله نن د نړۍ ستركې پاکستان ته دي،پاکستان نړيواله ورورولۍ كښې خپل مقام نور هم مستحکم کړے۔ ده په دې خبره زور راوړو چې پاکستان نړيوالو چارو كښې ذمه وار او مثبت کردار ترسره كړے د كوم چې يو ښكاره مثال منطقه كښې تاؤ ترېښوالے ختمول او د …
د کامیابې او متحركې سفارتکارۍ له امله نن د نړۍ سترګې پاکستان ته دي،پاکستان نړيواله ورورولۍ كښې خپل مقام نور هم مستحکم کړے۔ سید یوسف رضا گیلانی

مزید خبریں
اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګيلاني وئيلي دي د کامیابې او متحركې سفارتکارۍ له امله نن د نړۍ ستركې پاکستان ته دي،پاکستان نړيواله ورورولۍ كښې خپل مقام نور هم مستحکم کړے۔ ده په دې خبره زور راوړو چې پاکستان نړيوالو چارو كښې ذمه وار او مثبت کردار ترسره كړے د كوم چې يو ښكاره مثال منطقه كښې تاؤ ترېښوالے ختمول او د امن ودي لپاره مؤثره سفارتی هڅي دي۔ د اسلام آباد يو ځائې هوټل كښې د پاکستان ټریول مارټ 2026 په لړ كښې نېشنل ټورازم ډائیلاګ ته وينا كښې د سېنېټ چیئرمېن ووئيل سېلګري د پاکستان معاشی پرمختګ،نړيوال تشخص زياتولو او همغږۍ و استحکام كښې د کلیدی کردار ترسره كولو بشپړ صلاحيت لري۔ده دستوره كښې د شيكو حکومتي استازو ، نړيوالو سیاحتي ادارو، سفارتکارو، سرمایه كارو او نجی څانګي په ن استازو مشتمله غونډه وستائېله او د وزیراعظم د سيلګرۍ د قومی رابطه کارې صلاحكار سردار یاسر الیاس خان هڅو ته يې پيرزوئنې وړاندې كړې د چا په مشرۍ كښې چې دا غونډه وشوه او كومه چې هېواد كښې د سیاحت ودي لپاره خذمات ترسره كوي۔ده ووئيل سږ كال د پی ټی ایم سرخط د پاکستان د دې عزم عکاسی کوي چې نړيوالو سیاحتی رجحاناتو سره په همږي لرلو مخ په وړاندې روان يوو۔ده د اولسي او نجی شراکت دارۍ ماډل ستائېلو سره ووئيل دا د حکومت او نجی څانګي ترمينځه د مؤثره مرستي ښه مثال دے او د دې نوعیت شراکت داري د سیاحت څانګه كښې كوټلې پرمختګ ، جدت او د سرمایه كارۍ ودي له ضروري ده۔










