د پاکستان د امريکې او ايران جنګ بندۍ كښې كليدي كردار “اسلام آباد ټاکس” په ايکس ټاپ ټرينډ وګرځېد

اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان د امريکې او ايران ترمېنځه جنګ بندۍ كښې كليدي كردار "اسلام آباد ټاکس" په ايکس ټاپ ټرينډ جوړ شو٬ په جنګ بندۍ كښې په موثره سفارتکارۍ او د کامياب ملټري ډپلوميسي په سبب په نړيوالې منظرنامه كښې پاکستان د پاملرنې مركز وګرځېد۔ په سوشل ميډيا پليټ فارم "ايکس" صارفين د پاکستان حکومت اوعسکري قيادت بشپړه ډاډګيرنه كوي او پاكستان يې د …

اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان د امريکې او ايران ترمېنځه جنګ بندۍ كښې كليدي كردار “اسلام آباد ټاکس” په ايکس ټاپ ټرينډ جوړ شو٬ په جنګ بندۍ كښې په موثره سفارتکارۍ او د کامياب ملټري ډپلوميسي په سبب په نړيوالې منظرنامه كښې پاکستان د پاملرنې مركز وګرځېد۔ په سوشل ميډيا پليټ فارم “ايکس” صارفين د پاکستان حکومت اوعسکري قيادت بشپړه ډاډګيرنه كوي او پاكستان يې د نړيوال امن سفير ګرځولے٬ نړيوال مشران هم د امريکې او ايران ترمېنځه جنګ بندۍ لپاره د ثالث په حېث د پاكستان د نتيجې وړ كردار په بشپړه توګه ستائي۔ د صارفينو وېنا ده چې پاکستان د امريکې، اسرائيل او ايران ترمېنځه جنګ بندۍ لپاره په وخت او موثره اقدامات كړي٬ د پاکستان کاميابې سفارت کارۍ منطقه د لويې تباهۍ نه وساتله