اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران او امرېكې پشمول د ټولو ډلو د اړخه په مينځني ختيز او خلېج كښې په سمدستي جنګ بندۍ د اتفاق هر كلے كولو سره د جمعې په ورځ د دواړو هېوادونو پلاويو له د شخړو ختمي او جامع حل لپاره اسلام آباد كښې نورو خبرو اترو كولو له بلنه وركرې ده ۔ د شورو په ورځ سهار …
وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران او امرېكې پشمول د ټولو ډلو په مينځني ختيز او خلېج كښې سمدستي جنګ بندۍ ته د اتفاق هر كلے ٬ وزيراعظم دواړو هېوادونو له په 10 اپرېل د شخړو ختمي او جامع حل لپاره اسلام آباد كښې د پاتي خبرو اترو بلنه وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران او امرېكې پشمول د ټولو ډلو د اړخه په مينځني ختيز او خلېج كښې په سمدستي جنګ بندۍ د اتفاق هر كلے كولو سره د جمعې په ورځ د دواړو هېوادونو پلاويو له د شخړو ختمي او جامع حل لپاره اسلام آباد كښې نورو خبرو اترو كولو له بلنه وركرې ده ۔ د شورو په ورځ سهار : په ايكس :خپل تاريخ ساز پېغام د كوم چې ګردې نړۍ انتظار كولو كښې وزيراعظم ووئېل زه ډېر په عاجزۍ سره په دې اعلان كولو خوشالي محسوسوم چې ايران او امرېكې د خپلو خپلو اتحاديانو سره په ګده سمدستي جنګ بندۍ ته اتفاق كړے دے كومه به جې د لبنان پشمول په هر ځائے نافذالعمل وي ۔ وزيراعظم ووئېل زه د دې دانش لرونكې اقدام د زړه نه هر كلي كولو سره د دواړو هېوادونو د مشرتابه مننه كوم۔ وزيراعظم د ايران او امرېكې پلاويو له په ١٠ اپرېل د جمعې په ورځ د ټولو شخړو ختمي او جامع حل لپاره لا خبرو اترو له اسلام آباد ته د راتګ بلنه وركرې ده ۔ ده ووئېل ډلو د غېر معمولي بصيرت ٬ دانش او فهم و فراست څرګندونه كرې ده او د امن و استحكام ودې لپاره په غوره ډول پرله پسې په رابطه كښې پاتي شوي دي۔ وزيراعظم دا هيله څرګنده كړه چې د اسلام آباد خبرو اترو د لارې به تل پاتي امن ممكن شي ۔ ده ووئېل مونږ په راروانو ورځو كښې په نړۍ نور زېري كول غواړو۔ د دې نه وراندې د شورو په شپه په ايكس خپل پېغام كښې وزيراعظم په مينځني ختيز كښې د جنګ د خاتمې او امن لپاره د سفارتي هلو ځلو ګتوره ګرځېدو هيلې لرلو سره د صدر ټرمپ نه په مهلت كښې د دوو اوونيو د پراختيا ٬ ايران څخه دوو اوونيو لپاره د آبنائے هرمز پرانستلو او ټولو متحارب ډلو څخه د دوو اوونيو د جنګ بندۍ درخواست كړے ؤ۔ ده د خپل پېغام د لارې نړۍ خبر كرې وه چې په مينځني ختيز كښې د روان جنګ امناكه حل لپاره سفارتي هلې ځلې پرله پسې ٬ قوي او په موثر ډول مخ په وړاندې روانې دي او د دوي زر كوټلو نتائج ته د رسېدو امكانات موجود دي۔ ۔ وزيراعظم د سفارت كارۍ كاميابۍ لپاره د امرېكې صدر ټرمپ ته خواست كړے ؤ چې هغه په مهلت كښې د دوو اوونيو پراختيا وكړي۔ ده ايران ته هم خواست كړے ؤ چې د خېر سګالۍ جذبې تر مخه آبنائے هر مز دوو اوونيو لپاره بېرته كړي ۔ ده ووئېل مونږ په ټولو متحارب ډلو زور راوړو چې هغوي په هر ځائے تر دوو اوونيو جنګ بندي وكړي ٬ دغسې جې د سفارتي هڅو تر جنګ د خاتمې رسېدو له موقع تر لاسه شي كومې چې منطقه كښې د تل پاتي امن او استحكام په ګته دي۔ وزيراعظم د دې اعلان نه پس مينځني هتيز كښې د جنګ اودرېدو امكان پېدا شوے ؤ او د ګردې نړۍ سترګې د اعلان ته مائل وې۔










