اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب ولي عهد و وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز السعود سره په ټېليفون خبرو په مهال په منطقه ګښې تاؤ تريخوالي كښې كمے راوستلو او د امن هڅې مخ په وړاندې بوتللو په لړ كښې د پاكستان د عزم پخلے وكړو ۔د نهې په ورځ په سماجي رابطه ويب پاڼه ايكس خپل يو بيان كښې …
وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب ولي عهد و وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز السعود سره په ټېليفون خبرې ٬په منطقه ګښې تاؤ تريخوالي كښې كمے راوستلو او د امن هڅې مخ په وړاندې بوتللو په لړ كښې د پاكستان د عزم پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب ولي عهد و وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز السعود سره په ټېليفون خبرو په مهال په منطقه ګښې تاؤ تريخوالي كښې كمے راوستلو او د امن هڅې مخ په وړاندې بوتللو په لړ كښې د پاكستان د عزم پخلے وكړو ۔د نهې په ورځ په سماجي رابطه ويب پاڼه ايكس خپل يو بيان كښې وزيراعظم ووئېل ما د خپل ګران ورور د سعودي عرب ولي عهد و وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان سره په ټېليفون خبرې اترې وكړې او د سعودي عرب سره مې د پاكستان د غېر متزلزل يو والي څرګندونه وكړه ۔وزيراعظم په الجبیل آئل فسیلټی د بريد سخته غندنه وكړه ۔ ده ووئېل مونږ د خپلو سعودي وروڼو او خوئېندو سره اوږه په اوږه ولاړ يو۔وزيراعظم د سعودي ولي عهد دانشمندانه او مدبرانه مشرۍ كښې د هېواد تحمل وستائېلو او په منطقه كښې د تاؤ تريخوالي كمولو لپاره يې د امن هڅو مخ په وړاندې بوتللو په لړ كښې د پاكستان د عزم پخلے وكړو










