صدر مملكت آصف علي زرداري ته د كيويا٬ايتهوپيا٬پرتګال٬سپين او تنزانيه سفيرانو٬ د سنګاپور نومولي شوي هائي كمشنر سفارتي اسناد وړاندې كړل

اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري ته د كيويا٬ايتهوپيا٬پرتګال٬سپين او تنزانيه سفيرانو او د سنګاپور نومولي شوي هائي كمشنر د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې خپل سفارتي اسناد وړاندې كړل ۔صدر مملكت سفيرانو ته په پاكستان كښې د خپلو سفارتي ذمه وارو په پیل مباركي وركړه او د هغوي لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړھ۔ده هيله څرګند كړه چې ستاسو تقررۍ به …

اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري ته د كيويا٬ايتهوپيا٬پرتګال٬سپين او تنزانيه سفيرانو او د سنګاپور نومولي شوي هائي كمشنر د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې خپل سفارتي اسناد وړاندې كړل ۔صدر مملكت سفيرانو ته په پاكستان كښې د خپلو سفارتي ذمه وارو په پیل مباركي وركړه او د هغوي لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړھ۔ده هيله څرګند كړه چې ستاسو تقررۍ به د دوه اړخيزه اړيكو استحكام او شريكې خوښې په څانګو كښې مرستې زياتولو له مرستياله ثابت شي۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د كيوبا سفير ډيمين كورډيروټورس سره د ملاقات په مهال صدر د دواړو هېوادونو ترمينځه د اوږدې مودې او ملګرتيا اړيكو توثيق وكړو۔ده د روغتيا او تعليم په څانګو كښې د كيوبا مرستې په خاص توګه ميډيكل سكالرشپس وستائېلو او روغتيا او٬بائيو ټېكنالوجي او سېلګرۍ په څانګو كښې يې د مرستې په امكانات زور راوړو٬دغسې په ګڼ اړخيزه فورمز يې روان اشتراك هم مهم وګرځولو۔د ايتهوپيا سفير ډاكټر عمر حسين اوبا سره په ملاقات كښې صدر اسلام آباد كښې د ايتهوپيا سفارتخانې جوړولو او نيغ په نيغه د پروازونو بحالۍ هركلے وكړو۔دوي د دواړو هېوادونو ترمينځه د زياتو شوو روابط ذكر كولو سره د تجارت٬هوا بازۍ٬تعليم او ټېكنالوجۍ په څانګو كښې مرستې ته لا پراختيا وركولو په ضرورت زور راوړو۔د پرتګال سفير پاؤلو ميګوئل ګوئيډس دومینګش سره ملاقات كښې صدر د پرتګال سره دوه اړخيزه او د اروپائي ائتلاف فريم ورك له مخې د اړيكو په اهميت زور راوړو۔۔-سپين نامزد سفير كارلوس آراګون ګل دے لاسرنا سره ملاقات كښې صدر د سفارتي اړيكو 75 كاله بشپړېدل يو سنګ ميل وګرځولو او ګڼ اړخيزه نظام لپاره يې د سپين عزم وستائېلو ۔ د تنزانيه سفير ليفټيننټ جنرل(ر)يعقوب حسن محمد سره په خبرو كښې صدر تنزانيه او ختيزې افريقائي ورورولۍ سره د اړيكو قوي كولو د عزم پخلے وكړو۔د سنګاپور نامزد هائي كمشنر اسحاق بن اسماعيل سره په ملاقات كښې صدر سنګاپور يو مهم سيمه ايز شراكتدار ګرځولو سره د تجارت٬فن ټيك٬انفراسټركچر او خذمات په څانګو كښې د مرستې زياتوالي امكانات رامخې ته كړل۔ده د پاكستان كميونټۍ كردار٬د ښې روابط كارۍ او د موسمياتي ډيجيټل معيشت اقدامات كښې د شراكتدارۍ په اهميت هم زور راوړو۔په راتګ سفيرانو ته ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو او د قامي سردونه وغږولے شوا او سفيرانو سفارتي اسناد وړاندې كولو څخه وړاندې د پريډ معائنه وكړه