د قانون او انصاف پارليماني وزارت قانون سازۍ كښې كليدي كردار ادا كوي۔اعظم نذير تارړ

اسلام آباد07 اپرېل (اے پي پي)د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د قانون او انصاف پارليماني وزارت قانون سازۍ كښې كليدي كردار ادا كوي او اټارني جنرل آفس ته هر وخت موثره معاونت وركوي۔ده ووئيل وزارت خپله ذمه واري د كوم تعطل نه غېر او په موثر انداز ترسره كوي او د مقدمو لائيو اپډيټس وركولو لپاره جديد سافټ ويئر جوړ كړے شوے ۔د …

اسلام آباد07 اپرېل (اے پي پي)د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د قانون او انصاف پارليماني وزارت قانون سازۍ كښې كليدي كردار ادا كوي او اټارني جنرل آفس ته هر وخت موثره معاونت وركوي۔ده ووئيل وزارت خپله ذمه واري د كوم تعطل نه غېر او په موثر انداز ترسره كوي او د مقدمو لائيو اپډيټس وركولو لپاره جديد سافټ ويئر جوړ كړے شوے ۔د قانون وزير دا هم ووئيل پاكستان انصاف نظام كښې د ډيجيټل ټېكنالوجۍ په موثر استعمال كامن ويلتھ ايوارډ ترلاسه كړو كوم څخه چې عدالتي سپيځلتيا او كاركردګۍ كښې ښه والے راغلے دے۔د قانون او انصاف وزارت وياند جاري اعلاميې له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ اسلام آباد كښې د تركيې آئيني عدالت صدر قادراوزكايا په مشرۍ كښې د اعلٰی كچ پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړه چې پكښې په پاكستان كښې د تركيې سفير مهمت پاچاجي٬د قانون او انصاف وزير مملكت بيرسټر عقيل ملك٬د قانون او انصاف سېكرټري راجه نعيم اكبر او نور سينئر چارواكي هم موجود وو۔په ملاقات كښې دواړو هېوادونو آئيني و قانوني٬عدالتي اصلاحات٬ د ججز په طريقه كار او ډيجيټل ټېكنالوجۍ كارولو په ښه طريقو تفصيلي خبرې وكړې۔د دې نه علاوه شريك پرېس كنفرنس ته خطاب كولو سره قادر اوزكايا پاكستان كښې د آئيني عدالت قيام خوشبينه وګرځولو او د قانوني مرستې وده كښې يې د هر ممكنه مرستې باور وركړو ۔د ملاقات په اختتام دواړو هېوادونو عدالتي او قانوني مرسته لا مستحكم كولو له د عزم پخلے وكړو۔