اسلام آباد07 اپرېل (اے پي پي)قامي اسمبلۍ كښې غړو د ايران٬امريكې اسرائيل جنګ څخه په پیدا شوي صوترحال اندېښنې څرګندولو سره وئېلي دي پاكستان په دې صورتحال كښې كليدي د ثالثۍ كردار ادا كوي ٬مونږ له به د داسې صورتحال مخ نيوي لپاره د اوږدې مودې پالېسۍ جوړول وي٬ د ډيزل او پيټرول په بيعو كښې زياتوالے هر څيز متاثره كوي٬اولس ته به نيغ په نيغه ريليف وركول وي٬د حكومت …
د پاكستان ثالثۍ په سبب تاؤ تريخوالي كښې كمے ٬ د څيزونو ښه كېدو امكان دے۔د قامي اسمبلۍ غړي
مزید خبریں
اسلام آباد07 اپرېل (اے پي پي)قامي اسمبلۍ كښې غړو د ايران٬امريكې اسرائيل جنګ څخه په پیدا شوي صوترحال اندېښنې څرګندولو سره وئېلي دي پاكستان په دې صورتحال كښې كليدي د ثالثۍ كردار ادا كوي ٬مونږ له به د داسې صورتحال مخ نيوي لپاره د اوږدې مودې پالېسۍ جوړول وي٬ د ډيزل او پيټرول په بيعو كښې زياتوالے هر څيز متاثره كوي٬اولس ته به نيغ په نيغه ريليف وركول وي٬د حكومت او عسكري او سياسي قيادت موجوده صورتحال كښې كردار د ستائنې وړ دے۔د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پېټروليم منصوعات په بيعو كښې په اوسنې بدلون او حكومتي اقدامات په اړه د ګل په ورځ جاري بحث كښې د پاكستان پيپلزپارټۍ غړې شرميلا فاروقي ووئېل د عارضي ريليف په ځاے مونږ له به مستقل حل پلو تلل وي٬پاكستان موجوده صورتحال كښې د ټولو نه وړومبے د پېټروليم مصنوعات په بيعو كښې زياتوالے وكرو ٬بيا يې څه وخت لپاره ريليف وركړو٬بيا يې ناڅاپي اضافه وكړه٬اوس مونږ هم دا اضافه برداشت كولې نه شو او مونږ هم ګاډي نه استعمالوو٬ دې ووئېل حكومت دې د تيلو كمپنو ګټه كښې كمے وكړي۔اولس ته دې نيغ په نيغه ريليف وركړے شي۔دې ووئېل بجټ كښې تنخادارې طبقې ته ريليف وركړے شي۔د ايم كيو ايم غړي محمد جواد حنيف خان ووئېل د جنګ له امله د منطقې صورتحال ورځ په ورځ خرابيږي٬په دې صورتحال كښې دې په قامي سلامتيا٬سفارتي او معاشي اقدامات بريفنګ وركړے شي۔د مخالفې ډلې مشر محمود خان اچكزئي ووئېل هغه وخت تير شو كله به چې يو د بل د تېروتنو ذمه وار ګرځولے كېدو٬مونږ له په ځينې نكات متفق كيدل پكار دي۔يو كس ټوله نړۍ جنګ پلو بيائي٬ ده ووئېل امريكا په مونږ اعتبار كوي٬د دې نه ګټه پورته كول پكار ده ۔ده ووئيل چد قامي اسمبلۍ غونډې په مهال دمه كول نه دي پكار٬دلته د زياتو نه زياتو غړو ته د وينا كولو موقع پكار ده ۔انجينئر حميد حسين ووئېل د تيراه آپريشن له امله ځپلي سختو ستونزو سره مخ دي٬ كډه كوونكي دې خپلو سيمو ته بيرته بوتللے شي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق هدايت وكړو چې هغه دا تفصيلات وركړي نو د خېبرپښتونخوا آئي جي سره به په تفصيل خبره كوو










