د معاشي ستونزو باوجود به د ټيكس بنيادي اهداف سر كړو۔د خزانې وزير مملكت

اسلام آباد07 اپرېل (اے پي پي)د خزانې وزير مملكت بلال اظهر كياني وئېلي دي د معاشي ستونزو باوجود به د ټيكس بنيادي اهداف سر كړو٬بيلو څانګو كښې انوائس سسټم معارفي كولې شي٬ټريك اينډ ټريس سسټم نصب كيږي۔د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د جمعيت علمائے اسلام غړې عاليه كامران د روان مالي كال وړومبو 8 مياشتو په مهال د ټيكس ريونيو كښې د كمي په اړه د پام راګرځولو …

اسلام آباد07 اپرېل (اے پي پي)د خزانې وزير مملكت بلال اظهر كياني وئېلي دي د معاشي ستونزو باوجود به د ټيكس بنيادي اهداف سر كړو٬بيلو څانګو كښې انوائس سسټم معارفي كولې شي٬ټريك اينډ ټريس سسټم نصب كيږي۔د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د جمعيت علمائے اسلام غړې عاليه كامران د روان مالي كال وړومبو 8 مياشتو په مهال د ټيكس ريونيو كښې د كمي په اړه د پام راګرځولو نوټس ځواب كښې وزير مملكت بلال اظهر كياني ووئيل د ايران جنګ څخه وړاندې وړومبے پټرول 84 روپۍ او په ډيزل 76 روپۍ ليوي لګېدلې وه كومه چې حكومت بيرته اخستې۔حكومت موجوده صورتحال كښې په درېو اونيو كښې د پيټروليم مصنوعات بيعه زياتېدو ته پرې نه ښودې او قطارونه يې هم ونه لګول او د تيلو وركړه يې باوري وساتله۔ده ووئيل تر څو اونيو د اربونو روپو سبسډي وركولو نه پس كله چې په بيعو كښې اضافه ضروري شوه نو ټولو صوبو سره په مشاورت په بيعو كښې د زياتوالي پريكړه وكړې شوه خو ورسره سم د سبسډۍ اعلان هم وكړے شو ۔