څلور واړه اعلٰی وزيران طيارې لري۔د دفاع وزير قامي اسمبلۍ كښې سپيناوے

اسلام آباد07 اپرېل (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي د څلورو واړو صوبو اعلٰی وزيران الوتكې لري٬د پنجاب اعلٰی وزيره په نښه كيږي۔د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې خپل وضاحت كښې د دفاع وزير ووئيل يوازې پنجاب نه بلكې د ټولو صوبو اعلٰی وزيرانو سره الوتكې شته ٬وزيراعظم هم نوې الوتكه نه ده اغستې بلكې پخوانۍ الوتكه 320 كښې ښه والے راوستلے شوے ۔ده ووئيل …

اسلام آباد07 اپرېل (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي د څلورو واړو صوبو اعلٰی وزيران الوتكې لري٬د پنجاب اعلٰی وزيره په نښه كيږي۔د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې خپل وضاحت كښې د دفاع وزير ووئيل يوازې پنجاب نه بلكې د ټولو صوبو اعلٰی وزيرانو سره الوتكې شته ٬وزيراعظم هم نوې الوتكه نه ده اغستې بلكې پخوانۍ الوتكه 320 كښې ښه والے راوستلے شوے ۔ده ووئيل د پنجاب اعلٰی وزيره په نښه كيږي حالانكه ټولو اعلٰی وزيرانو سره الوتكې موجود دي٬ د بني ګاله څخه به چې كومې الوتكې پرواز كولو ولې هغه خلكو هيره كړه۔ده ووئيل داسې تورونه لګول نه دي پكار۔