د وګړو تر انصاف رسنې لپاره پاكستان او تركيه د يو بل تجربو څخه استفاده كولې شي۔وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهبازشريف وئېلي دي په پيړيو اډانه د پاكستان او تركيې د ورورولۍ اړيكې په تندۍ سره د جامع معاشي شراكتدارۍ پلو روانې دي ٬تر انصاف رسنې ترلاسه كولو لپاره پاكستان او تركيه د يو بل تجربو څخه استفاده كولې شي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د تركيې آئيني عدالت صدر قادر اوزقايا سره په خبرو كښې وكړه چا چې د نهې په ورځ …

اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهبازشريف وئېلي دي په پيړيو اډانه د پاكستان او تركيې د ورورولۍ اړيكې په تندۍ سره د جامع معاشي شراكتدارۍ پلو روانې دي ٬تر انصاف رسنې ترلاسه كولو لپاره پاكستان او تركيه د يو بل تجربو څخه استفاده كولې شي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د تركيې آئيني عدالت صدر قادر اوزقايا سره په خبرو كښې وكړه چا چې د نهې په ورځ د خپل پلاوي سره ده سره ملاقات كولو۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئېل په پيړيو اډانه د پاكستان او تركيې ورورولۍ اړيكو تندۍ څخه يوې جامع معاشي شراكتدارۍ پلو روانې دي٬د وګړو تر انصاف رسنې ترلاسه كولو لپاره د پاكستان او تركيه يو بل تجربو څخه استفاده كولې شي۔وزيراعظم ووئېل د تركيې پلاوي اوسني دورې په مهال په دې لړ كښې لاس ليك شوي مفاهمتي يادښتونه دې منزل پلو وړومبے ګام دے٬د انصاف زر وركولو لپاره ډيجيټل ټېكنالوجۍ كارولو په لړ كښې د دوارو هېوادونو ترمينځه د تجربو تبادلې پراخا استعداد موجود دے۔وزيراعظم ووئيل پاكستان او تركيې د موسمياتي بدلون٬ د ترهه ګرۍ مخ نيوي٬اميګريشن او نورو څانګو كښې قوانين او د دې د نفاذ په لړ كښې يو بل تجربو څخه استفاده كولې شي۔د تركيې عدالتي جج صدر قادر اوزقايا پاكستان كښې په ښه مېلمستيا مننه وكړه۔ده ووئيل پاكستان سره مينه د ترك وګړو په وينه كښې شامله ده۔ده ووئيل د تركيې آئيني عدالت 64 كاله زوړ دے او د خپلې دغې پراخه تجربې تبادلې لپاره پاكستان سره د يو پائلټ پراجيكټ پېل كولو لپاره چمتو دے۔په ملاقات كښې د تركيې آئيني عدالت فاضل جج صاحبان رضوان ګيوليچ او رجائي آق يل نه علاوه پاكستان كښې د تركيې سفير عرفان نذير اوګلو نه علاوه نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار٬د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ٬اټارني جنرل منصور اعوان٬د قانون او انصاف وزير مملكت بيرسټر عقيل ملك او خاص مرستيال طارق فاطمي هم موجود وو۔