پېنډي 06 اپرېل (اے پي پي)په دوه اونيو مشتمل پاك مصر د ترهه ګرۍ مخ نيوي مشق "تھنډر-II" پېل شوے دے كوم چې د دواړو هېوادونو پوځونو ترمينځه كيږي۔د ګل په ورځ د آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې په دوه اونيو مشتمل دا مشق اسپيشل آپريشنز اسكول٬چرات٬پاكستان كښې پېل شو۔په دې مشق كښې د پاك پوځ اسپيشل سروسز ګروپ او د مصر پوځ اسپيشل فورسز …
د ترهه ګرۍ مخ نيوي له پاك مصر مشق “تھنډر-II” پېل شو
پېنډي 06 اپرېل (اے پي پي)په دوه اونيو مشتمل پاك مصر د ترهه ګرۍ مخ نيوي مشق “تھنډر-II” پېل شوے دے كوم چې د دواړو هېوادونو پوځونو ترمينځه كيږي۔د ګل په ورځ د آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې په دوه اونيو مشتمل دا مشق اسپيشل آپريشنز اسكول٬چرات٬پاكستان كښې پېل شو۔په دې مشق كښې د پاك پوځ اسپيشل سروسز ګروپ او د مصر پوځ اسپيشل فورسز ډلې برخه اخلي۔كمانډنټ اسپيشل آپريشنز اسكول چرات د پرانستې په دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو ۔د دې مشق مقصد د شريكې تربيې د لارې پيشه وره پوهه ښه كول او د دواړو هېوادونو ترمينځه تر ډېرې مودې عسكري اړيكې لا قوي كول دي۔مشق كښې شريكې ډلې به په خاص توګه د ترهه ګرۍ مخ نيوي كاروائيو كولو كښې د شريكو تجربو او مهارتونو تبادلو څخه ګټه پورته كوي۔










