اسلام آباد۔3اپریل (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې شهید ذوالفقار علی بھټو د پاكستان جمهوري ٬ سماجي او دفاعي بنيادونه مضبوطولو كښې تاريخي كردار ترسره كړو۔ د خالي په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پخواني وزيراعظم شهيد ذوالفقار علي بهټو 47 م تلين په موقع خپل پېغام كښې سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل چې شهید ذوالفقار …
شهید ذوالفقار علی بھټو د پاكستان جمهوري ٬ سماجي او دفاعي بنيادونه مضبوطولو كښې تاريخي كردار ترسره كړو: د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني
اسلام آباد۔3اپریل (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې شهید ذوالفقار علی بھټو د پاكستان جمهوري ٬ سماجي او دفاعي بنيادونه مضبوطولو كښې تاريخي كردار ترسره كړو۔ د خالي په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پخواني وزيراعظم شهيد ذوالفقار علي بهټو 47 م تلين په موقع خپل پېغام كښې سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل چې شهید ذوالفقار علی بھټو تاريخ رقم كوونكے او اولس دوست لارښود و چا چې د پاكستان جمهوري ٬ سماجي او دفاعي بنيادونه مضبوطولو كښې مهم رول ولوبولو۔ د هغه په مشرۍ كښې د كال 1973 متفقه آئين جوړ شو كوم چې د پاكستان د جمهوري نظام ٬ وفاقي استحكام او د اولس حقونو ضمانت دے۔ ده په دې موقعه شهيدې بېنظر بھټو ته هم قام او هېواد لپاره د خذماتو په ترسره كولو پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل هغې د اسلامي نړۍ اولنۍ مېرمن وزيراعظمه جوړېدو سره نوې تاريخ رقم كړو۔ سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل چې صدر مملكت آصف علي زرداري جمهوري روايات مستحكمولو سره پارليماني نظام قوي كړو۔ ده ووئيل مونږ له به نن ددې عهد پخلے كول وي چې مونږ به د آئين او جمهوري اصولو په رڼا كښې يو مضبوط ٬ سوكاله او پرمختګ كړے پاكستان جوړولو له خپلې هڅې روانې ساتو۔









